هرات ښار (پژواک ١٥ کب ٩٢): په هرات ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او ١٧ نور ژوبل شوي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېر ماښام د شينډنډ ولسوالۍ په دوراهي سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې له شينډنډ ولسوالۍ څخه هرات ښار ته پر لاره کاسټر موټر له يوه کرولا موټر سره ، چې کندهار ته روان و، ټکر کړى دى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې پنځه تنه مړه او ١٧ نور ژوبل شوي دي.
هغه وويل، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې ټپيان د هرات ښار او ادرسکن ولسوالۍ روغتونونو ته لېږدول شوي ، خو د ځينو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودلى دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د پېښې لامل نه دى څرګند، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
ډېرى مهال ترافيکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته کېږي.










