منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۶ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې ماتې وخوړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کابل( پژواک، ٢٥ کب٩٢):افغان لوبډلې د کرکټ د شل اورېز نړيوال جام په لومړۍ لوبه کې د بنګله دېش پر وړاندې ماتې وخوړه.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دا لوبه د کب په ٢٥مه، دافغانستان په وخت تر غرمې وروسته په دوو بجو پيل شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لوبې پچه بنګله دېش وګټله ، خو د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د توب اچوونکو له ډلې کلبدين نايب ٢١ منډې ، شيق الله شفق ١٦ او کريم صادق ١٠ منډې وکړې ، خو نور لوبغاړي يو پر بل پسې ژر ژر وسوځېدل.

هوتک وايي، افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ١٨ اور کې ټولې ٧٢ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې ٧٣ هدف وټاکه.

د نوموړي په وينا، د بنګله دېش د لوبډلې له خوا شکيب الحسن ٣  او عبدالرزاق ٢ لوبغاړي وسوځول او ښه توپ اچونه يې وکړه.

هغه زياتوي، چې بنګله دېش په خپله لوبه کې د يو لوبغاړي په سوځېدو په ١٢ اوور کې دا هدف پوره کړ.

د يادونې ده ، چې څو ورځې مخکې د اسيايي جام سياليو په لړ کې افغانستان کوربه بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان به خپله دويمه لوبه دسه شنبې په ورځ له هانګ کانګ او د پنجشنبې په ورځ له نيپال سره ترسره کوي.

افغانستان تر دې مخکې هم دوه ځلې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام ته لاره موندلې وه، خو تر اوسه يې کومه لوبه نه ده ګټلې.

په بنګله دېش کې ترسره کېدونکى نړيوال جام په دوو برخو وېشل شوى ، په لومړۍ مرحله کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، په الف ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، هانګ کانګ او نيپال دى او په ب ګروپ کې زيمبابوۍ، متحده عربي امارات، ايرلينډ او هالنډ لوبډلې شاملې دي.

له دواړو ګروپونو څخه به يوه يوه لوبډله دويمې مرحلې ته لاره پيدا کوي، چې  بيا به د نړۍ له اتو پياوړو لوبډلو سره دويمه مرحله کې لوبېږي .