پلخمري (پژواک ٢٥ کب ٩٢): په بغلان ولايت کې د يوه کور د چت لوېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
د بغلان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتو والي ادارې رييس نصيراحمد کهزاد وايي، چې دغه دوه پوړيز کور د بغلان د مرکز پلخمري ښار د دويمې ناحيې د قول حمام په ساحه کې نن د سختو بارانونو له امله لوېدلى دى.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يوه پېغله نجلۍ او يوه مېرمن مړه شوي، خو يو بل سړى او دوه ماشومان چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي، ټپيان دي.
کهزاد زياته کړه، چې دوى ساحې ته تللي او له کورنۍ سره يې پنځه تختې بړستنې، کمپلې، يوه خېمه او خوراکي توکو مرسته کړې او له زيانمنې دې کورنۍ سره به هم د اوښتي زيان له ارزونې وروسته نوره مرسته هم وکړي.
يوه ځايي استوګن بابه ملا وويل: ((د سهار څلور بجې وې، چې کور ونړېد، موږ ګاونډيان ولاړو، ومو ليدل، چې دوه کسه مړه شوي او درې نور ټپيان دي.))
دغه استوګن زياته کړه، چې ټپيان يې روغتون ته لېږدولي، خو د يوه ١١ کلن هلک روغتيايي وضعيت ښه نه دى.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د استوګنې کورونه د خوړ دواړه غاړو ته جوړ شوي، چې د نيزونو له امله د خوړ ډکېدو له کبله د کورونو د نړېدو امکان شته، چې د خلکو ژوند ګواښي او اړينه ده، چې اړوند چارواکي دا خوړ پاک کړي.
د ويلو ده، چې تېر کال هم د پلخمري ښار په پنځمه تصدۍ کې د استوګنې يو کور د ورښت له امله ونړېد، چې له امله يې د يوې کورنۍ دوه تنه مړه او څلور نور ټپيان شول.










