منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

له ايرانه را ايستل شوي ٩ افغان کډوال په ترافيکي پېښه کې مړه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۵ کتنې

هرات ښار (پژواک ٢٥ کب ٩٢): په هرات ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله له ايران څخه را اړول شوي ٩ افغان کډوال مړه شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د هرات -اسلام کلا پر لويه لاره رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې له سرحدي ښارګوټي اسلام کلا څخه د هرات پر لور روان يو سراچه موټر له ټېلر موټر سره ټکر کړى دى.

د شېرزي په وينا، په دې ترافيکي پېښه کې ٩ تنه مړه شوي او سراچه موټر هم په بشپړ ډول ويجاوړ شوى دى.

نوموړى وايي، چې په دې پېښه کې مړه شوي ټول هغه افغان کډوال دي، چې له ايران څخه په زوره را ايستل شوي وو.

د هرات د حوزوي روغتون وياند وويل، چې د مړو شوو هويت تر اوسه نه دى څرګند، چې د کومو ولايتونو اوسېدونکي دي او نه هم تر اوسه چا له روغتون سره اړيکه نيولې ده.

  د هرات امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم د ايران په خاوره او سرحدي سيمو کې ګڼ شمېر افغان کډوال په ترافيکي پېښو او د ايراني سرحدي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.