منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په نورستان کې واورې ښوېيدنې شپږ تنه ټپيان کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۷ کتنې

کابل(پژواک،٢٥کب٩٢):دنورستان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د واورې   ښوېيدو په پېښه کې د يوې ميرمنې په ګډون ٦ تنه ټپيان شوي.

د نورستان د والي ويان ظاهر بهاند د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې دا پېښه نن (يکشنبه) څلور بجې ددغه ولايت په مرکز پارون کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړى وايي، چې په ټپيانو کې يو ماشوم هم شامل دى او ددغې پېښه له امله د يوه ځاى اوسېدونکي هټۍ  له منځه تللې ده.

د بهاند په وينا، ددغه ولايت په يو شمېر سيمو کې له څو ورځو راهيسې سختې واورې وريږي، چې له امله يې د مرکز پاورن ځينې لارې بندې دي.

د نوموړي په وينا، په ځينو نور سيمو کې هم د واور د ښوېيدو خطر شته.

د والي وياند وايي، چې په دغه ولايت کې د واورې د پاکولو وسايل نشته او له همدې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.