منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ترافيکي پېښو کې يو تن مړ او نهه نور ټپيان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٢): په ميدان وردګو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼي د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه پېښه نن د مرکز اړوند د کابل-کندهار پر لويه لار د تورو تيږو په سيمه کې د ٣٠٣ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوه.

هغه وايي، چې په دغه پېښـه کې يو ماشوم مړ شوى، د دوو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون ٨ تنه ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي، ټپيان د دغه ولايت روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د والي د وياند په خبره، چې دغه پېښه د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې  ده.

هغه زياته کړه، چې د ٣٠٣ دغه چلوونکى پوليسو نيولى او پوښتنې ترې روانې دي.

په ورته مهال نوموړي ويل، چې نن په دغه ولايت کې د يوه ٣٠٣ او فلاينکوچ  تر منځ د ټکر له امله يو تن ټپي شوى دى.

هغه وايي، چې ټپي  کس د فلاينکوچ چلوونکى دى.

په دې وروستيو کې د کندهار – کابل پر لويه لاره ترافيکې پېښې زياتې شوې دي.

د کب په ٢٤مه هم پر دغې لويه لاره د غزني ولايت په اړوند سيمه کې د يو ٣٠٣ موټر د چپه کېدو په پېښه کې ٢١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته ويلي وو، دا پېښه د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې، چې په کې  يو تن وژل شوى او ٢٠ نور ټپيان دي.