منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۱ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په کندهار کې اورښتونه ځاني او مالي زيان اړولى

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

 کندهار(پژواک ٢٦ کب ٩٢):د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې وروستيو اورښتونو په کندهار ښار او ځينو ولسواليو کې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

 د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېز اورښت له امله د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې دوه کورونه نړولي او دوې مېرمنې يې ټپيانې کړې دي.

 سرچينه وايي، د دې تر څنګ په ميانشين ولسوالۍ کې د تېز باران له امله يوه مېرمن او شپږ ماشومان مړه شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

 په ياد ولسوالۍ کې ٦٦ کورونه نړېدلي او ٤٤ څاروي هم مړه شوي دي.

 ميانشين ته څېرمه په نېش ولسوالۍ کې هم د اورښتو او تېزو بادونو له امله خلکو ته درانه زيانونه اوښتي دي.

 د نېش ولسوال حيات الله خان پژواک  ته وويل، چې په بېلابېلو سيمو او کليو کې د ١٥٠ کورونو دېوالونه نړېدلي او د خلکو ٥٠ وزې له منځه تللي دي.

 هغه زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکي ډېر بېوزلي دي او د مرستندويه ادارو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

 په کندهار کې له پېښو سره د چمتووالي رياست رئيس محمد هاشم سدوزي   وايي، چې په ښار کې له زيانمنو شويو سره د خېمو او خوراکي توکو مرسته شوې  اوميانشين او نېش ولسواليو ته به هم ژر تر ژره مرستې ورسوي، خو اوسمهال يې د ميانشين ولسوالۍ له خلکو سره د سلو ټنو غنمو مرسته چمتو کړې ده.

 سدوزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغه راز نورو احتمالي طبيعي پېښو پر وړاندې څومره چمتووالى لري، وويل: ((موږ دا مهال د ٣٠٠ کورنيو لپاره د خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستې لپاره چمتووالى لرو، خو که خداى مه کړه زيانونه زياتېږي، نو بيا له نورو مرستندويه ادارو (ډبيلو ايف پي، سيف د چلډرن او نورو) څخه د بېړنيو مرستو غوښتنه کولاى شو.))

 د يادونې ده، چې د کندهار والي توريالي ويسا د نورو چارواکو سره تېره شپه ناوخته د دې ولايت د ښار له هغو سيمو څخه ليدنه وكړه، چې د سېلاب د راتلو په وخت كې له احتمالي ګواښ سره مخ وې.

 ويسا په بېړنيو حالاتو كې د احتمالي پېښو پر مهال د چمتو والي په اړه ډاډ څرگند كړ او ويې ويل چې د نورو تر څنگ ملي سوداگرو هم په دې برخه كې پوره همكاري كړې او اړوندې ادارې هم خلكو ته د اړتيا پر مهال مرستو رسولو ته چمتو دي.

  د تېرې شپې د تېزو بارانونو داورېدو پر مها ل امنيتي ځواكونه په ځانګړي ډول ملي پوليس د ښار په هره برخه كې له خلكو سره د مرستې په موخه راوتلي وو.