منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

غور کې سېلابونو اوه تنه مړه کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۳ کتنې

چغچران (پژواک ٧ ورى ٩٣): په غور ولايت کې د سېلابونو راوتو له امله د اوو کسانو د مړينې ترڅنګ د استوګنې لسګونه کورونه او له سلو زيات څاروي له منځه تللي دي.

د غور ولايت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مسوول حميدالله دادفر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سېلابونه په لعل و سرجنګل، شهرک، تيوره او تولک ولسواليو کې د زياتو بارانونو له امله راوتلي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې طبيعي پېښو کې د پنځو ماشومانو په ګډون اوه تنه مړه او اته نور ټپيان دي.

دادفر وايي، چې د استوکنې ٨٣ کورونه هم تخريب شوي او ١٤٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د غور ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوول وايي، چې ډېره مرګ ژوبله په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې اوښتې ده.

هغه د دولت او موسسو څخه د مرستو ور رسولو غوښتنه وکړه.

خو د غور والي سيد انور رحمتي وايي، چې ځينې نښلوونکې لارې د سېلابونو له امله بندې شوې او دوى هڅه کوي، چې لارې خلاصې او سېلاب ځپلو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.

هغه وويل، چې په لومړنيو مرستو کې خوراکي توکي، کمپلې او نور د اړتيا وړ شيان شامل دي، چې د لارو خلاصېدو سره سم به يې سېلاب ځپلو سيمو ته ولېږدوي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې سل د استوګنې کورونه د سېلابونو او ٨٠ کورونه د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د يوې غونډۍ ښويېدو له امله ويجاړ او په سلګونو څاروي له منځه تللي دي.