منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

فارياب کې غونډۍ ښويېدنې د استوګنې ٨٠ کورونه ويجاړ کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

ميمنه (پژواک ٧ ورى ٩٣): د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې يوه تپه ښويېدلې او د استوګنې ٨٠ کورونه يې لاندې کړي، خو مرګ ژوبله نه لري.

دا پېښه تېره شپه ٩ بجې په پرخشت کلي کې شوې ده او کورنۍ ترې نورو سيمو ته تللې دي.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري وايي، چې غونډۍ د زياتو بارانونو له امله ښويېدلې او ٨٠ کورونه تر خاورو او خټو لاندې شوي دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې طبيعي پېښه کې په سلګونو څاروي هم له منځه تللي، خو انساني مرګ ژوبله نه لري.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې غونډۍ د يوه نيم ساعت لپاره د کلي پر لور را روانه وه او دوى ونه شو کولى چې ځانونه وژغوري.

 د عطاالله په نوم يوه زيانمن شوي پژواک اژانس ته وويل: ((د شپې مې ناڅاپه غږ واورېد، کله چې له کوره را ووتم، ومې ليدل چې غونډۍ ورو ورو د کلي پر لور را ښويېزي،  د کلي خلک مې خبر کړل، چې وتښتي.))

دغه اوسېونکى وايي، که څه هم د کلي خلکو ته زيان نه دى رسېدلى، خو ټول مالونه يې تر خاورو او خټو لاندې دي او دوى اوس په نورو ساحو کې په بد حالت کې ژوند کوي.

هغه وويل، چې خپله يې د کورنيو له اوو غړو سره تېره شپه تر  باران لاندې د  خپلو مالونو د را ايستلو په هيله تېره کړې خو ګټه يې نه درلوده او اوسمهال له سرپناه او خوړو پرته ژوند کوي.

خو د فارياب والي محمدالله بتاش وايي، چې  نن يو پلاوى له خوراکي توکو او روغتيايي خدماتو سره سيمې ته استولى دى.

هغه وويل، چې پلاوى له اوړو، غوړيو، ورويجو، خېمو، کمپلو او نورو طبي لوازمو او درملو سره ساحې ته تللى او دا مرستې به نن پر زيانمنو کسانو ووېشي.

د ويلو ده، تېر کال اوه کسه د بدخشان ولسوالۍ په زيباک او دوه نور د باميان په يکاولنګ ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې له امله مړه او له ١٠ ډېر ټپيان وو چې يو شمېر کورونه يې هم ويجاړ کړل.