منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان له سېلاب ځپلو سره مرستې وشوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

ترينکوټ (پژواک ٩ ورى ٩٣): په اروزګان ولايت کې له ٣٠٠ سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او اړينو توکو  مرسته وشوه.

چارواکي وايي، دغه مرستې د کډوالو نړيوال سازمان (IOM) له لوري له هغو سېلاب ځپلو کورنيو سره وشوې، چې د تېر کال د کب په ٢٦مه  د اروزګان په مرکز ترينکوټ او څو ولسواليو کې د ډېرو اورښتونو او سېلابونو له امله زيانمنې شوې وې.

د اروزګان د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر عصمت الله فيض د وري په ٩مه پژواک اژانس ته وويل، دا مرستې تر اوسه٣٠٠ کورنيو ته رسېدلې او نورو سېلاب ځپلو ته به هم ورسېږي.

فيض وايي، هرې کورنۍ ته يې يوه ګازډبه،٣ کمپلې، د پخلنځي لوښي، ۲ لوى ترپالونه او يو اندازه خوراکي توکي ورکړي دي.

د ده په خبره، چې له هرې کورنۍ سره د مرسته شوو توکو ټول ارزښت شاوخوا۲۵۰ امريکايې ډالره کېږي.

بلخوا سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، دغسې نورو مرستو ته هم اړتيا لري.

د ترينکوټ يوه اوسېدونکي علي جان وايي، چې زيات اورښت او سېلاب يې کور په بشپړه توګه له منځه وړى دى.

نوموړي پژواک ته وويل، چې دولت دې ورسره د کور په جوړولو کې مرسته وکړي، ځکه د ده په وينا د جوړولو توان يې نه لري.

خو د اروزګان د طبيعي پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، په راتلونکې کې هم له دغو سېلاب ځپلو سره د لومړنيو  توکو تر څنګ نورې اړينې مرستې کوي.

کابو دوه اونۍ مخکې د اروزګان د مرکز ترينکوټ او ګېزاب ولسوالۍ سربېره د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې زيات اورښت او سېلابونو دوه تنه  مړه او سلګونه کورونه ويجاړ کړل.