کندهار (پژواک ١٠ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله وايي، که په راتلونکو ټاکنو کې بريالى شو، نو ديني مدرسو ته به پاملرنه ډېره کړي او کډوال به خپل هېواد ته راستانه کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کې زرګونو راټولو شوو خلکو ته وکړې، چې له کندهار ښار او ولسواليو څخه راغلي وو.
ډاکټر عبدالله وويل، د برياليتوب په صورت کې به يې لومړى کار ديني مدرسو ته پاملرنه وي، تر څو افغانان اړ نه شي د ديني زده کړو لپاره پاکستان يا نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
هغه زياته کړه، بهر ته د ديني زده کړو لپاره د افغانانو تګ دې ته لاره هواره کړې ، چې د خلکو ذهنيتونه بدل شي او په هېواد کې جګړه دوام پيدا کړي.
د ولسمشرۍ دغه کانديد له خلکو سره د کډوالو د بېرته راستنولو ژمنه هم وکړه او ويې ويل، چې د سولې او ثبات له ټينګښت سره سم به د يوې پروسې له لارې افغان کډوال بېرته خپلو سيمو ته را ستانه کړي.
نوموړي په کندهار کې د برېښنا نشتوالى هم لويه ستونزه وګڼله او ويې ويل، چې د دغه ولايت لپاره د برېښنا د اسانتيا برابرول به يې په کاري لومړيتوبونو کې وي.
ډاکټر عبدالله کندهار د جهاد او مجاهدينو مرکز وګاڼه او ويې ويل، چې د دغه ځاى اوسېدونکي به د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ته خپلې رايې ورکوي.
نوموړي دغه راز د خپلو خبرو په يوه برخه کې د نن ورځې د يوې پېښې يادونه هم وکړه او ويې ويل چې د سراج الدين خان په نوم يو قومي مشر له خپلو ملګرو سره له شاوليکوټ ولسوالۍ څخه غونډې ته پر لارې و، چې پر موټر يې د ماين چاودنه شوې او د هغه په ګډون په کې دوه تنه ټپيان شوي دي.
د ډاکټر عبدالله لومړي مرستيال انجنير محمدخان په خپله وينا کې په غونده کې د زرګونو کسانو ګډون د ملي يووالي څرګندونه وګڼله او ويې ويل چې د دغه ولايت اوسېدونکو په تېرو کلونو کې ډېرې زياتې قربانۍ ورکړې دي.
هغه له خلکو وغوښتل، چې د ټاکنو په ورځ دې د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ته رايه ورکړي، تر څو په ګډه د هېواد د ثبات او سوکالۍ لپاره کار وکړي.
د ډاکټر عبدالله دويم مرسيتال محمدمحقق هم برخه والو ته وينا وکړه او ويې ويل، چې په غونډه کې د خلکو پراخ ګډون وښوده، چې د دغه ځاى اوسېدونکي د هغوى له ټېم سره دي.
د عبدالله عبدالله په ملاتړ په دې جوړه شوې غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو حاجي کليم الله، حاجي حفيظ الله مجاهد او حميدالله توخي هم ويناوې وکړې.
حاجي کليم الله د همپالنې له ټېم څخه وغوښتل چې د برياليتوب په صورت کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي او دغه راز د دې سيمې د اوسېدونکو اساسي ستونزه چې د برېښنا نشتوالى دى، حل کړي.
حاجي حفيظ الله مجاهد هم ورته غوښتنې وکړې او ويې ويل، چې د دغه ولايت اوسېدونکو د جهاد پر مهال پراخه ونډله لرله او خپله رايه به مجاهدينو ته ورکوي.
د يادونې ده، تر دې مهاله کندهار ولايت د ولسمشرۍ څلور کانديدانو ګل اغا شېرزي، ډاکټر زلمي رسول، ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سفر کړى او په خپلو کمپايني غونډو کې يې برخه اخيستې ده.
ټاکل شوې سبا د ولسمشر بل کانديد استاد سياف کندهار ولايت ته سفر وکړي او دلته له خپلو پلويانو سره په يوه غونډه کې ګډون وکړي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ د وري په ١٦مه ترسره کېږي.