منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

ټاکنيزې سيالۍ نن پاى ته رسېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۴ کتنې

کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٣): ټاکل شوې د نن ورځې تر وروستيو (د شپې ١٢ بجې) د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو ټاکنيزې سيالۍ پاى ته ورسېږي.

د ولسمشرۍ کانديدانو خپلې ټاکنيزې سيالۍ د سلواغې په ١٣مه او د ولايتي شوراګانو د کب په ١٣ مه پيل کړې دي.

د ټاکنو د قانون له مخې، ټاکنيزې سيالۍ بايد د ټاکنو له ورځې ٤٨ ساعته مخکې پاى ته ورسېږي، تر څو خلک په ارام فکر او سړه سينه د خپلې خوښې کانديد وټاکي، څو يې په ګټه خپله رايه وکاروي.

ټاکل شوې دغه ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ (د وري١٦مه) ترسره شي.

د ولسمشرۍ څوکۍ ته ٨ تنه او د ولايتي شوراګانو ٤٥٨ څوکيو ته شاوخوا ٢٦٠٠ تنه په خپلو کې سره سيالي کوي.

دا په تېرو شاوخوا ١٣ کلونو کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو درېيم ځل ټاکنې دي.