منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۳۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۰ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

جنرال عبدالرازق: ټاکنو کې د هېڅ کانديد ملاتړ نه کوم

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

کندهار ښار (پژاک١٥ورى٩٣): د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق په ټاکنو کې د امنيتي ځواکونو د پې پلوۍ ډاډ ورکوي او وايي چې دى پخپله هم په ټاکنو کې د کوم کانديد په ټاکنو کې د کوم کانديد ملاتړ نه کوي.

عبدالرازق وايي چې د ښو ټاکنو د تر سره کېدو په موخه به امنيتي ارګانونه د کندهار د خلکو امنيت خوندي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون په ټاکنو کې د لاسوهنې په تور د ځېنو حکومتي چارواکو د لرې کولو غوښتنه وکړه چې يو پکې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وو.

ددې کميسيون رييس عبدالستار سعادت يوې خبرې غونډې ته په کابل کې ويلي وو چې د کندهار خلکو دوى ته شکايت کړى، چې د امنيه قوماندان دوى په زوره د زلمي رسول کمپاين غونډې ته بيولي وو او د پوليسو لخوا د بېرته وتلو اجازه هم نه ورکول کېده.

 د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق نن د وري په ١٥مه، نن خبريالانو ته وويل چې په دې ولايت کې به ټولې امنيتي ادارې او چارواکي په ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي او يواځې به ورسپارل شوى مسووليت چې د ټاکنو په بهير کې د خلکو د امنيت ساتنه ده، په ټينګه ترسره کړي.

نوموړي هغه ګونګوسې رد کړې چې ګواکې دى د کوم کانديد په ګټه کمپاين کوي.

عبدالرازق وويل: “ما تر اوسه د هيڅ کانديد لپاره نه کمپاين کړى او نه مې د چا لپاره چنده راټوله کړې ده، د افغانستان په حکومت کې داسې چارواکي شته چې ټوله ورځ د رسنيو مخ ته ولاړ وي، لاسونه يې سره پورته کړي وي، لکه قماربازان د کانديدانو لپاره کمپاين کوي.”

د کندهار امنيه قوماندان وايي که دده د بې پلوۍ په اړه له چا سره اندېښنه وي، نو په دې ولايت کې د ټولو ټاکنيزو مرکزونو ته څارونکي واستوي، ترڅو وضعيت له نږدې وڅاري.

هغه وويل: “زه د دې وطن يو عسکر يم، زه دا مسووليت نه لرم چې چا ته کمپاين وکړم او يا د چا مخالفت وکړم، زما رايه زما سره ده او دا زما خوښه چې چا ته يې ورکړم.”

امنيه قومندان په ټاکنو کې د درغليو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په ټاکنو کې درغلۍ په هغه ولايتونو کې کېږي چې ملېشې او ټوپکسالاران پکې فعال دي، چې ده د افغانستان شمالي ولايتونو ته ګوته ونيوه خو د کوم ولايت نوم يې ياد نه کړ.

جنرال رازق د پاکستانی چارواکو د وروستي تصميم په اړه چې غواړي د ډيورنډ دکرښې په اوږدو امنيتي تدابير کلک کړي، هم د باور وړ و نه ګاڼه.

هغه وويل: “زه پنځه فيصده هم باور نه لرم چې پاکستان به دا کار وکړي، ځکه هره ورځ د ډيورنډ کرښې له غاړې د سرحدي ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه کېږي او وسله وال د ترهګريزو کړنو لپاره له فرعي لارو افغانستان ته داخلېږي.”

خو هغه زياته کړه، چې افغان ځواکونو د ټاکنو د خونديتوب په موخه کلک امنيتي تدابير نيولي او ډاډ يې څرګند کړ چې کومه ستونزه به نه وي.

هغه وويل، په کندهار ښار کې يې د ټاکنو د امنيت په موخه داسې قيودات نه دي لګولي چې ښار به تړلى وي، بلکې د خلکو د خونديتوب په موخه يې د موټرسايکلونه، رکشاوو او زرنج پر تګ راتګ بنديز لګولى دى.

دى وايي، چې په کندهار ښار کې يې ټاکنيزو مرکزونو پورې د خلکو د رسولو لپاره يې دوه زره موټر ګومارلي.

هغه دا هم وويل چې په ولسواليو کې هم هيڅ بنديز نشته او خلک کولاى شي د خپلو وسايطو څخه په استفاده ټاکنيزو مرکزونو ته لاړ شي او خپلې رايې وکاروي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي، د ده په خبره په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون په موخه يې د ولسواليو له ولسوالانو، امنيه قومندانانو او قومي مشرانو غوښتي چې خلک په ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅوي.

ده وويل، په کندهار کې يې د ښځينه سايټونو د خونديتوب لپاره ١٠٠ ښځينه پوليسې په دندو ګومارلي او ٣٠٠ تنې نورې ښځې به د ښځو د تالاشۍ او لارښوونې چارې په غاړه ولري.

نوموړي خبر ورکړ چې هيڅ کانديد او نور کسان نه شي کولاى له خپلو وسلو سره ټاکنيز مرکزونو ته داخل شي، که څوک دا کار وکړي نو رسنيو ته به يې افشا کړي.

نوموړي په کندهار کې د لسو تړل شوو مرکزونو په اړه وويل چې دغه مرکزونه د ناامنۍ له امله نه، بلکې له دې امله تړل شوي، چې اړوندې سيمې يې په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو له خوا د عملياتو په پايله کې تصفيه شوې او خلکو د رايې ورکولو کارټونه نه لرل.

دى وايي، له مرکزي ادارې يې غوښتي وو، چې دغه مرکزونه نورو سيمو ته ولېږدوي، خو هغوى يې دا غوښتنه و نه منله، نو ځکه يې هغوى د بندولو پرېکړه وکړه.

هغه دا هم وويل چې کېداى شي د ټاکنو په ورځ پنځه نور مرکزونه هم د ورته ستونزو له امله وتړل شي، خو نوموړي يې سيمې مشخصې نه کړې.

ټاکل شوې ده سبا د شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تر سره شي.

په کندهار کې آن له تېرې ورځې په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه ده، پر سړکونو د موټرونو تګ راتګ کم شوى او ټول کاروباري ځايونه او دوکانونه تړل شوي دي.