کابل ( پژواک ،د وري١٥مه،٩٣ ) ولسمشر حامد کرزي د خوست ولایت د تڼیو په ولسوالۍ کې د دوو تنو بهرنيو ښځینه خبریالانو پرمرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړه.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ولسمشرد مطبوعاتي دفتر څخه د وري په ١٤مه ،پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي دي چې ولسمشر په داسې حال کې چې پر دغه پیښه خواشینی شوی دی د کورنیو چارو وزیر او د خوست والي ته یې لارښوونه کړې ده چې د ټپي شوې خبریالې د عاجلې درملنې لپاره دې له ټولو امکاناتو څخه کار واخیستل شي.
همدا رازپه خبر پاڼه کې راغلي دي چې جمهوررئیس د وژل شوې خبریالې کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندکړي او ټپي شوې ته يې د سملاسي روغتیا هیله کړې ده.
همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې چې د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې پردغه دوه بهرنيو ښځينه خبريالانو د نن سهار دغه بريد چې د يوې تنې د وژل کېدو او د بلې د ټپي کېدو سبب شو، په کلکه غندلى دى.
د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ددې ژورنالستانو د مرګ ژوبلې په اړه د هغوى کورنيو او اسوشيتيدپرس خبري اژانس ته تسليت ويل شوي او د ټپي خبريالې د عاجلې روغتيا لپاره هيله څرګنده شوې ده.
همدا رنګه د خوست ولايت د مقام له خوا په يوه خبرپاڼه کې چې د پژواک خبري آژانس ته راغلې ده، د والي عبدالجبار نعيمي له قوله ليکل شوي چې د خوست اداره او ولسونه په دې پېښې باندې ژوره خواشيني څرګندوې او د خپلې ژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې مراتب دجرمني هېواد خلکو،حکومت د دانيا کورنۍ ،دوستانو،دنړۍ ټولو خبريالانو او داسوشيتدپريس خبري اژانس ادارې ته وړاندې کوي.
په همدې توګه د بې پولې خبريالانو د اتحاديې له خوا په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې د دې پېښې په اړه ژوره خواشيني او خفګان ښودل شوى او د يادې ادارې د آسيا او اوقيانوسيې څانګې د مشر بنحامین اسماعیل له قوله ديادو دوه ښځينه خبريالانو د کورنيو او اسوشیتد پريس خبري اژانس له ادارې سره د خواخوږى څرګندونه شوې ده.
د يادونې وړ ده چې د اسوشیتد پريس خبري آژانس دغه دوه تنه خبریالانې د افغانستان د ولسمشريزو او ولایتي شورا ګانو د ټاکنو د تیاریو د خبري پوښښ لپاره د خوست ولایت ته تللې وې چې د جمعې په ورځ، وري په ١٥مه، د دغه ولایت د تڼیو په ولسوالۍ کې د يوه پوليس افسر له خوا، ورباندې ډزې وشوې او له امله یې عکاسه آنیا نیدرنیګهاس ووژل شوه او خبریاله کیتي ګینن، ټپي شوه.