کندهار (پژواک ١٨ورى ٩٣): په کندهار کې د شکايتونو کمېسيون وايي، تردې مهاله ورسره ١٤٣ ټاکنيز شکايتونه ثبت شوي، چې ډېر يې د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو ډاکټر زلمي رسول اوعبدالله په اړه دي.
د شکايتونو د کمېسيون رييس مړوند وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل، تر دې مهاله ثبت شوي ډېر شکايتونه د ولسمشرۍ د همدغو دوو کانديدانو په اړه دي، چې ګواکې په ګټه يې درغلۍ شوې، خو نور شکايتونه د ناظرينو، د ټاکنو د کمېسيون د مامورينو، پوليسو او د ولايتي شورا د نوماندانو په اړه دي.
وزيري په دې اړه نور معلومات ور نه کړل او ويې ويل، چې پايلې به د شکايتونو تر څېړلو وروسته په ډاګه شي.
هغه دا هم وويل، چې ثبت شوي ډېر شکايتونه د کندهار له بېلابېلو ولسواليو څخه دي.
په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجينير عبدالهادي داوري هم په ټاکنو کې درغلۍ نه ردوي، خو وايي، چې د تېر په پرتله نه يواځې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه زياته وه، بلکې په هر ټاکنيز مرکز کې د کانديدانو د ناظرينو شمېر هم زيات و.
هغه پژواک ته وويل: ((د کندهار په کچه له څلور تر پنځو لکو کسانو رايې کارولې چې د تېر په پرتله دوه برابره زياتوالى ښيي.))
د نوموړي په وينا، په کندهار کې شاوخوا ١٠ زره کسانو د رايې ورکولو له بهير څخه څارنه کړې، هغوى به خامخا خپل د سترګو ليدلى حال او د درغليو په اړه شکايتونه ثبتوي.
انجينير داوري خبر ورکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون به د خلکو شکايتونو ته په پام سره په ډېره شفافه توګه د ټاکنو پايلې اعلانوي.
نوموړي د درغليو په لړ کې ومنله، چې د ډنډ ولسوالۍ په ذاکر شريف سيمه کې يې د يوه مرکز ټولې رايې قرنطين کړې دي.
د ياد شوي مرکز په اړه داسې خبرونه وو، چې ګواکې د ټاکنو د ورځې په ماښام د پوليسو له يونيفورم څخه په ګټې اخيستنې يو شمېر وسله وال کسان دغه مرکز ته ورغلي او هڅه يې کوله په صندوقونو کې د مشخص کانديد په ګټه په ناقانونه توګه رايې واچوي.
داوري په دې اړه نور معلومات ور نه کړل، خو دومره يې تائيد کړه چې د دغه مرکز ټولې رايې يې قرنطين کړي دي.
نوموړي دغه راز وويل، چې د رايو تر شمېرلو وروسته اوس د کندهار ښار او ځينو ولسواليو څخه د ټاکنيو توکو د رايې د بکسونو د رالېږدولو لړۍ پيل شوې او تر نن ماښام پورې به بشپړه شي.
هغه په دې برخه کې د شپږو ولسواليو يادونه وکړه، چې د رايو صندوقونه به د هوا له لارې تر مرکز پورې را ولېږدول شي.
دى وايي، د موادو د بيرته انتقال په برخه کې امنيتي ځواکونو ډېره ښه همکاري کړې او تر دې دمه له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
که څه هم د تېر په پرتله په کندهار کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون پراخ و او تر ډېره کومه لويه امنيتي پېښه و نه ليدل شوه، خو د کتونکو په باور ځينې ستونزې تر سترګو کېدلې چې هغه د ټاکنيزو مرکزونو د مامورينو نه مسلکيتوب، د رايې پاڼو خلاصېدل او په ځينو برخو کې سرغړونې او درغلۍ دي.