هرات (پژواک ۲۹ ورى ٩٣): په هرات ولايت کې د هاوان د يوې سرګلولې چاودنې دريو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، بلخوا په کهسان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې ياده پېښه تېر مازديګر د ادرسکن ولسوالۍ په ردوي ګز سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هاوان ياده سرګلوله له پخوا په دې سيمه کې پاتې وه، چې پر ماشومانو د لوبو پر مهال چاودېدلې، يو ماشوم يې وژلى او دوه نور ټپيان دي.
ولسوال وايي، چې ټپيان د ادرسکن روغتون ته وړل شوي، خو روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوى دى.
تېر کال د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې يو ماشوم وژل شوى و او شپږ نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ماين پاکې د همغږۍ مرکز “MACCA” ويلي، چې د ماينونو او نور ناچاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د ملکي مرګ ژوبلې کچه د تېرو لسو کلونو په پرتله په سلو کې ٧٥ ټيټه شوې او هڅه کېږي، چې هېڅ يو تن په راتلونکي يوه لسيزه کې له دې امله زيانمن نه شي.
د سرچيني په وينا، په افغانستان کې په تېرو کلونو کې هره مياشت د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٦٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښته، خو په تېرو دوو کلونو کې دغه کچه په هره مياشت کې ٤٢ تنو ته راټيټه شوې ده.
د يو بل خبر له مخې، چې د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال سمیع الله قطره پژواک ته وويل، چې ياد بريد نن له غرمې مخکې هغه مهال ترسره شو، چې څو پوليسپه احمد اباد سيمه کې د خپلې امنيتي پوستې خوا ته روان وو.
قطره د دوو ټپي شوو سرتېرو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه، چې د بريد په تړاو يې درې تنه نيولي او پوښتنې ترې روانې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.









