کندهار ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٣ ) : د ولسمشرۍ کانديد ګل اغا شېرزي د سوېلي زون د ولايتونو د قومي مشرانو په يوه غونډه کې وويل، چې د نامشروع ټاکنو په پايله کې د نامشروع ولسمشر رامنځته کېدل پر ملي حاکميت تېرى دى.
دا غونډه چې د وري په ٣٠مه، د کندهار ښار په تاج محل سالون کې جوړه شوې وه، د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، نيمروز، فراه او يو شمېر نورو ولايتونو زرګونو اوسېدونکو او قومي مشرانو ګډون کړى و.
ګل اغا شېرزي دغې غونډې ته وويل، چې د وري په ١٦مه ولس هر راز امنيتي ګواښونه، تهديدونه پر ځان ومنل او د صندوقونو پر لور ولاړل او خپلې رايې وکارولې.
خو هغه په ډاګه کړه ، چې له بده مرغه د خلکو د پاکو رايو سپکاوى وشو، په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه په کندهار کې په ټاکنو کې ډېرې درغلۍ شوې دي.
د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې ډېرو خلکو ده ته رايې ورکړي، خو د دقيقو معلوماتو له مخې د هغه ډېرې رايې يا سوځول شوي او يا تشنابونو ته غورځول شوې دي.
هغه خلکو ته په خطاب کې وويل، چې دى به د يوې- يوې رايې دفاع کوي او دا يې قانوني حق دى.
نوموړي له ټاکنيزو کمېسيونونو وغوښتل ، چې پاکې رايې دې له ناپاکو جلا کړي او دا ځواب به له هغوى څخه ضرور غواړي.
هغه زياته کړه: ((زه نه غواړم تر سره شوو ټاکنو ته نامشروع ووايم، خو تر سوال لاندې ضرور دي او که د دغه راز تقلبي ټاکنو په پايله کې نامشروع ولسشمر واک ته رسېږي، پر ولس د هغه حکم نامشروع دى.))
د هغه په وينا، په ټاکنو کې تقلب له لومړۍ ورځې پيل شو او هغه داسې، چې هر کانديد له دولتي امکاناتو، کسانو سره د ټاکنو کمېسيون ته ورته، خو چا يې مخه و نه نيوله.
دى وايي، د کندهار په اړه يې په پيل کې اړوندو ادارو ته شکايت وکړ او هغوى يې وپوهول، چې په کندهار کې جلا حکومت دى، دلته ملک الطوايفي ده، دلته قانون او نظام نشته او دلته هيڅ څوک له خپلو حقوقو برخمن نه دي، خو د ټاکنو کمېسيون په دې اړه هيڅ اقدام و نه کړ، چې پايله يې په ټاکنو کې پراخه درغلي او تقلب و.
شېزري زياته کړه: ((د ټاکنو خپلواک کمېسيون خپواک نه، بلکې بې واک کمېسيون دى او د ارګ د پوليسو په توګه دنده تر سره کوي.))
هغه له دولتي ادارې غوښتنه وکړه، چې دغو کسانو ته سزا ورکړي او که هغوى سزا ور نه کړه ،نو هغه به په خپله سزا ورکوي او د کندهار د ولسونو په مرسته به يې د قانون منګولو ته سپاري.
شېرزي د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د کارونو ستاينه وکړه، خو وېره يې وښودله، چې هغوى هم تر فشار لاندې دي، ځکه هغوى اجرائيه ځواک نه لري، چې د تهديدونو او ګواښونو مخه ونيسي.
نوموړي دا هم وويل، چې د ټاکنيزو شکايتونو مشر عبدالستار سعادت ورته ويلي ، چې په کندهار کې د هغوى کارکوونکي په مرګ ګواښل شوي او ورته ويل شوي، که يې رايې لرې کړې، نو و به وژل شي، په همدې اساس اوس هغوى هڅه کوي، د خپلو څېړنو کارونه په مرکز کې تر سره کړي.
شېرزي د ولسمشر د وروستيو څرګندونو په ځواب کې چې ويلي يې و، کانديدان بايد د ټاکنو پايلې ومني، وويل، هغه يواځې په قانوني توګه د ټاکنو پايلې منلاى شي، خو نامشروع ولسمشر به په هيڅ صورت و نه مني.
د ده په خبره، د ټاکنو پايلو ته انتظار باسي، که پاکې رايې له ناپاکو بېلې نه شوې او قانوني کړنې تر سره نه شوې، نو په هغه صورت کې به بيا کندهار ته راځي او دلته به له خکو سره تر مشورې وروسته خپلو قانوني اجرات تر سره کوي.
په دغه غونډه کې د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، فراه او نيمروز قومي مشرانو هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې د ټاکنو تقلبي او له درغليو ډکې پايلې په هيڅ توګه نه شي منلاى.
هغوى پر ټاکنيزو شکايتونو غږ وکړ، چې پاکې رايې له ناپاکو بېلې کړي او د هغوى رايو ته درناوى وکړي، چې د مرګ او ستونزو له ټولو تهديدونو سره سره يې د خپل زعامت د ټاکلو په موخه کارولې دي.
د غونډې په پاکى کې، په لسو مادو کې يو پرېکړه ليک هم صادر شو، چې د نامشروع ټاکنو په پايلو کې د نامشروع ولسمشر پر نه منلو ټينګار شوى و.
په پرېکړه ليک کې راغلي وو، چې د لوى کندهار اوسېدونکي د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه په دغه ولايت کې د دويم ځل لپاره د پاکو او شفافو ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه کوي، تر څو د هغوى رايو ته درناوى وشي.
د پرېکړه ليک له لارې له پاکو رايو څخه د ناپاکو رايو د جلا کولو غوښتنه وشوه، دغه راز د ټاکنو د ٦٨مې مادې پر بنسټ د متقلبينو او درغلګرو د محاکمې او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې په ورپېژندلو ټينګار وشو.
په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د تروريزم بدترين شکل د يوه هېواد پر ملي حاکميت تېرى دى، په همدې بنسټ که له فساده خلاص مترقي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان هدف وي، نو د فساد په پايله کې د راغلي ولسمشر په شتون کې دغه اهداف تر لاسه کول ناشوني دي.
د يادونې ده چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه، ترسره شوې. د کمېسيون له خوا په اعلان شويو لس سلنه پايلو کې ډاکټر عبدالله ٤٢ سلنه او اشرف غني ٣٨ سلنه رايې اخيستې دي.