فراه (پژواک ٦ غويى ٩٣): يو ځوان چې تازه يې کوژده شوې وه، د نکاح د تړلو له مراسمو څو ساعته وړاندې له خپلو ټولو هيلو سره د فراه په سيند کې ډوب شو او ومړ.
د فراه مرستيال والي محمديونس رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ٢٠ کلن ځوان د فراه د ارالمعلمين د لومړي کال محصل و او تېره ورځ هغه مهال په سيند کې ډوب شو، چې له خپلو څو ملګرو سره باغ پل ته څېرمه د فراه سيند ته د لامبو لپاره تللى و.
هغه زياته کړه، چې دغه ځوان محمدعارف نومېده او د فراه ولايت د مرکز اړوند د دره اباد سفلى کلي اوسېدونکى و، چې مړى يې له ډوبېدو يو ساعت وروسته د لامبو وهونکو په مرسته را و ايستل شو.
د محمدعارف يوه خپلوان محمدابراهيم وويل: ((د عارف کورنۍ يوه شپه وړاندې هغه ته د نجلۍ غوښتلو لپاره تللې وه، هوکړه هم شوې وه او ټاکل شوې وه، چې تېره شپه يې نکاح وشي، خو عارف له نکاح نه څو ساعته وړاندې له خپلو ټولو هيلو سره په سيند کې ډوب شو.))
محمديونس رسولي زياته کړه، چې تېره اونۍ يو بل ځوان هم، چې د فراه په مرکز کې د ريګي کلي اوسېدونکى و؛ په سيند کې ډوب شو او مړى يې بيا څلور ورځې وروسته د فراه په مرکز “کوک عليا” سيمه کې ترلاسه شو.
هغه زياته کړه، چې هر کال له څلورو تر پنځو پورې کسان، د لامبو سره د نه بلدتيا او بې احتياطۍ له امله په سيند کې ډوبېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.










