منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه

د چورلکې لوېدو په پېښه کې پنځه بهرني سرتېري ووژل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

کابل (پژواک ٦ غويى ٩٣): ايساف په افغانستان کې د يوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د خپلو پنځو سرتېرو د وژلو کېدو خبر ورکړ.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن له غرمې وروسته د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته استول شوې راغلي، چې دا چورلکه د افغانستان په سوېل کې غورځېدله ده.

سرچينې د دې پېښې د کره ځاى او د وژل شوو سرتېرو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وايي چې دوى اوسمهال د واقعيت موندنې په لټه کې دي.

په ورته مهال د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې دغه چورلکه د ياد ولايت د تخته پل ولسوالۍ د چغري په سيمه کې لوېدلې ده.

ددغه ولايت د مطبوعاتو دفتر وايي، دا پېښه نن ١١ بجې هغه مهال وشوه ، چې په دغه سيمه کې يادې چورلکې تمرينات کول.

سرچينه وايي، په دې پېښه کې ٥ تنه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د ايساف د اى کژوليټي سايټ د معلوماتو پر بنسټ،  چې د دغو پنځو سرتېرو په وژل کېدو سره  په روان زېږديز کال کې په افغانستان کې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېر ٢٧ کسانو ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه هم د کونړ په شيکل ولسوالۍ کې غورځېدلې او د دولت دواړه مخالفې ډلې طالبان او د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي يې د غورځولو ادعا کوي.