منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۳ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

“له سېلاب ځپلو سره د غمرازۍ په موخه دې ملي ماتم اعلان شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک ٦ غويى ٩٣): ولسي جرګه نيوکه کوي چې سېلاب ځپلو ته پر وخت مرستې نه دې رسېدلې، خو د بېړنيو حالاتو کمېټې مرستيال وايي، چې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لړۍ پيل شوې ده.

تېره ورځ په سرپل، فارياب، بادغيس او جوزجان ولايتونو کې د سختو سېلابونو له امله ١٠٧تنه مړه شوي او تر سلو زيات لادرکه دي، زرګونه کسان بې کوره شوي او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه زيانمنه شوې ده.

په ولسي جرګه کې د بادغيس استازې صفيې ايماق وويل، چې د بېړنيو حالاتو کمېټې پر وخت سيلاب ځپلو ته مرستې نه دې رسولې.

هغه وايي، که سېلاب ځپلو ته جدي پاملرنه ونه شي او ژر د اړينو توکو مرسته ورسره ونه شي، کېداى شي د تلفاتو کچه يې لوړه شي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان استازي بازمحمد جوزجاني وويل، چې د تېرې ورځې سېلابونو په جوزجان او او شاوخوا ولايتونو کې درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

هغه وايي، چې يواځې د درزاب په ولسوالۍ کې شاوخوا اويا تنه مړه او لادرکه دي.

ده هم وويل، چې سېلاب ځپلي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري خو مرستې پر وخت نه دې ور رسول شوې.

په ولسي جرګه کې د سرپل استازې عزيزه جليس هم سېلاب ځپلو ته پر وخت د مرستو له نه رسېدو سر ټکوي او وايي، چې د اړوند ادارو د بې غورۍ او اړينو تدابيرو د نه نيو له امله هر کال سېلابونه په سرپل ولايت کې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

د هغې د معلوماتو له مخې، تېر کال هم د سېلابونو له امله په سرپل کې ١٢٠ تنو ژوند له لاسه ورکړ.

جليس زياته کړه: ((سرپل د سېلابونو سرچينه ده، دا تېره ورځ سېلابونه له سرپل نه پيل شول، په سرپل کې بايد د سېلابونو د مخنيوي تدابير ونيول شي.))

خو د بېړنيو حالاتو کمېټې مرستيال ويس احمد برمک د ولسي جرګې په غونډه کې وويل، چې سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو لړۍ پيل شوې ده.

ده وويل، چې يو شمېر کورنيو ته مرستې رسول شوې او ځينو نورو ته به هم ډېر ژر ورسول شي.

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې خوراکي توکي، د څښاک اوبه او درمل د مرستو په توکو کې شامل دي.

هغه وايي، چې د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي په مشرۍ د بېړنيو حالاتو کمېټه، له سېلاب ځپلو سره د زياتو مرستو برابرولو په موخه نن غونډه کوي.

د ده په وينا، ملګرو ملتونو پنځه مياشتې مخکې اټکل کړى و چې په يادو سيمو کې به ډېر بارانونه کېږي، خو يادې کمېټې د دومره سختو سېلابونو اټکل نه کاوه.

د برمک د معلوماتو له مخې، د سېلابونو له امله په جوزجان کې ١٠٠ تنه مړه او لادرکه دي، په فارياب کې ٣٩ تنه مړه شوي، په بادغيس کې ١٤ تنه مړه شوي او په سرپل کې د مرګ ژوبلې کچه ټيټه وه.

هغه وايي، چې دغو سېلابونو زرګونه خلک بې کوره کړي دي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال صديق احمد عثماني، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې ولسي جرګه به سېلاب ځپلو سيمو ته سبا يو پلاوى واستوي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه، چې سېلاب ځپلو ته د مرستو د رسېدو تر څنګ له سېلاب ځپلو کورنيو سره د غم شريکۍ په موخه يوه ورځ ملي ماتم اعلان کړي.

د ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو هم له همدې امله د ملي ماتم د اعلان غوښتنه کوله.