دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کال ( پژواک، ۶ غویی ۹۳) د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دافغانستان په سیلابونو کې د خلکو پر مرګ ژوبلې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا د غویي په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نواز شریف ولسمشر حامد کرزي سره په دې غم کې ځان شریک ګڼلی دی.
سرچینې زیاته کړې چې نواز شریف په دې غمیزه کې له افغانانو د یووالي څرګندونه کړې ده
هغه ویلی چې افغانان به له دې پيښې سره ښه مبارزه وکړی شي.
دراپورونو له مخې دافغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د سیلابونو له امله شاوخوا ۱۲۷ کسان مړه او لسګونه ورک شوی دي.










