کابل (پژواک ٦ غويى ٩٣): د هېواد ولسمشر حامد کرزي په فارياب، سرپل، جوزجان او بادغيس ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو پر راوتو، چې خلکو ته يې مالي او ځاني زيان اړولى، خپګان څرګند کړى او اړوند چارواکو ته يې له زيانمنو کورنيو سره د بېړنيو مرستو سپارښتنه کړې ده.
د پژواک خبري اژانس د راپورونو له مخې، تر دې مهاله د دغو سېلابونو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون تر ١٢٠ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او د دې ترڅنګ لسګونه نور نادرکه دي.
دغه راز سلګونه کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او همدارنګه زرګونه څاروي هم په کې له منځه تللي دي.
دغه سېلابونه پرون راوتلي وو، چې ډېرى مرګ ژوبله يې په جوزجان او فارياب ولايتونو کې اړولې ده او سلګونه بېځايه شوې کورنۍ اوسمهال په غرونو او تپو کې په سختو شرايطو کې ژوند کوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
خو ولسمشر کرزي له سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د اړوند ولايتونو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې له سېلاب ځپلو کورنيو سره ژر تر ژره اړينه مرسته وکړي.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتو دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي له زيانمنو کورنيو سره د مرستې په موخه په بېړنۍ ناسته کې د ولسمشرۍ له دويم مرستيال سره هم خبرې کړې او پتيېل شوې، چې دويم مرستيال به ډېر ژر دغو ولايتونو ته سفر وکړي.
ولسمشر د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله ژوره خواخوږي او تسليت څرګند کړى او د الله پاک له درباره يې ورته د جميل صبر او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا غوښتنه کړې ده.










