منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۴ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په جوزجان کې سېلاب ځپلي زر تنه وژغورل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

کابل- شبرغان (پژواک ٦ غويى ٩٣):  په جوزجان ولايت کې په سېلابونو کې ګير زر کسه د ملي دفاع وزارت د چورلکو په وسيله وژغورل شول.

د ملي دفاع وزارت وايي، دغه کسان په  خواجه دوکوه، قوش تپه او درزاب ولسواليو کې د سختو سېلابونو له خطر سره مخ و، چې د هوايي ځواکونو د چورلکو او د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا  د دريم کنډک د منسوبينو له خوا خوندي ځايونو ته ولېږدول شول.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي،  په دغه ماموريت کې پنځه روغتيايي ډلې هم د سېلاب ځپلو مرستې ته استول شوې دي.

سرچينې زياته کړه، چې د ملي اردو د کومانډو منسوبينو هم  سل کارتنه خوراکي توکي، ٦٠٠ بوتله د څښلو پاکې اوبه، ٢٠٠ جمپرونه، سل جوړې بوټونه او سل کمپلې زيانمنو ته وېشلې دي.

په ورته وخت کې د جوزجان والي بايمراد قوينلي وايي، چې نن سهار په سېلابونو کې راګير ٤٠٠ کسان د ملي اردو د دوو چورلکو په وسيله په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې ژغورل شوي دي.

قوينلي وويل، چې په خواجه دوکوه کې اوسمهال ١٣ کلي په اوبو کې راګير دي او د ژغورنې عمليات لا هم ادامه لري.

تر اوسه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په جوزجان، فارياب، سرپل او بادغيس کې تر سلو زياتو کسانو د سېلابونو راوتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى او په لسګونو نور ورک دي.

تر ټولو زياته مرګ ژوبله په جوزجان او فارياب کې اوښتې ده او د دغه ولايت والي نن سهار په دغه ولايت کې د مړو شمېره ٦٠ کسه وبلله، خو ويې ويل چې د ورکو شوو د پلټنې عمليات دوام لري او امکان لري، چې تلفات له دې هم زيات وي.

په دغو څلور ولايتونو کې د نړېدلو کورونو شمېر زرګونو او تر څنګ يې د مړه شوو څارويو شمېر هم له لس زرو ډېر بلل شوى دى.

ځايي چارواکي وايي، که څه هم  ورسره شته مرستې يې په سېلاب ځپلو وېشلې، خو د زيانونو کچه خورا لوړه وه  او اړتيا ده، چې دولت او موسسې زيانمنو ته نورې اړينې او سمدستي مرستې هم  ورسوي.