پلخمري(پژواک، ٩ غويى ٩٣): د بغلان د نهرين ولسوالۍ په ډبرو سکرو کان کې دوه تنه د ګاز نيونې له امله مړه او يو بل مسموم شو.
د نهرين ولسوال عبدالستار عاطف وايي، چې دا درې تنه تېره شپه دچنارک ډبرو سکرو په سمڅه کې د سکرو په استخراج بوخت و، چې ګاز ونيول.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګاز نيونې په سبب دوه وروڼه، چې ١٨ او ٢٤ کاله عمرونه يې درلودل مړه شول او يو بل تن مسموم شوى دى.
ولسوال زياته کړه، چې د مسموم شوي تن روغتيايي وضعيت خراب دى او د درملنې لپاره د کندوز حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
عاطف زياته کړه، چې د هاشمي ګروپ په نوم يوه خصوصي سکتور ددې کان د استخراج مسووليت اخيستى، خو کان ته يې لازمې اسانتياوې نه دي چمتو کړي ، چې دا ډول خطرناکې پېښې ترې رامنځته کېږي.
د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ رييس انجنيرعبدالرحمن افغان وويل، چې کانونه بايد خوندي سيسټم ولري.
د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ رييس انجنير عبدالرحمن وويل، چې کانونه بايد خونديتوب سيستم ولري.
هغه زياته کړه، چې د کانونو وزارت د چنارک ډبرو سکرو قرار داد لاسليک کړى او دا د همدې وزارت د تفتيش رياست دنده ده، چې د ډبرو سکرو د استخراج څرنګوالي مسايلو څېړنه او څارنه وکړي.










