شبرغان (پژواک ١٠ غويى ٩٣): په څلورو ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله د مړه شوو شمېر ١٣٥ کسانو ته رسېدلى، خو د تازه تثبيت شوو مړو لېږد د اوسمهال لپاره د خټو او چيکړو له امله د ځمکې او هوا له لارې ممکن نه دى.
په جوزجان، فارياب، سرپل او بادغيس ولايتونو کې د تېرې اونۍ د راوتلو سېلابونو له امله د درنو تلفاتو ترڅنګ پراخ زيايونونه هم اوښتي، د استوګنې زرګونه کورونه ويجاړ او اوسېدونکي يې بې ځايه شوي دي.
په جوزجان کې د سېلابونو له امله د مړه شوو کسانو شمېر د ماشومانو او ښځو په ګډون مخکې ٦٦ کسه اعلان شوى خو ځايي چارواکي وايي، چې ٣١ کسه نور ورک دي او نور هم د مړو د شمېر ډېرېدو امکان شته.
خو د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سېلابونو يو شمېر ورک شوي کسان له قوش تپې او درزاب ولسوالۍ څخه خواجه دوکوه ولسوالۍ ته وړي دي.
هغه زياته کړه، چې تازه يې درى مړي په خواجه دوکوه کې موندلي او د مړو شوو ټوليز شمېر ٦٩ کسه دى، چې د خټو او چيکړو له امله د دغو دريو مړو را ايستل ستونزمن کار دى.
جوزجاني وويل: ((د ملي اردو چورلکې نن يادې سيمې ته ورغلې، خو د ډېرو خټو له امله نه کېناستلاى شواى او مړي يې ونه لېږدول.))
امنيه قوماندان زياته کړه، امکان لري، چې په خټو کې ډېر مړي پټ وي او هر وخت چې زمينه مساعده شي، نو د موندلو او لېږد لپاره به يې اقدام وکړي.
د قوش تپې ولسوالۍ د تراغلي افغانيه کلي يوه اوسېدونکي قربان باى وويل، پنځه کسه سېلاب وړي، چې د څلورو مړي يې موندل شوي، خو يو مړى لا هم ورک دى.
هغه زياته کړه، چې په ګاونډيو کلو کې هم سېلابونو يو شمېر مړي له ځان سره وړي او خلک د خپلو خپلوانو د مړو موندلو غوښتنه کوي.
خو د خواجه دوکوه ولسوالۍ يوه سپين ږيري عبدالشکور وويل، چې خلک د کلو د پراختيايي رييسانو په ګډون له سېلاب ځپلو سره د همدردۍ او مرستې لپاره د مړو پر موندلو بوخت دي او هر وخت چې مړي پيدا کړي، نو خپلوانو ته يې سپاري.
په فارياب کې د سېلاب له امله د مړه شوو کسانو شمېر ٤٣ ته رسېږي، په سرپل کې ١٥ او په بادغيس کې ٨ کسه ښودل شوى دى، خو د فارياب ځايي چارواکي وايي، چې په لسګونو نور کسان هم ورک دي او د موندلو هڅې يې دوام لري.
د ويلو ده، چې د ولسمشرۍ د دويم مرستيال محمد کريم خليلي په مشرۍ يوه حکومتي پلاوي دوه ورځې وړاندې په فارياب، جوزجان او سرپل کې له سېلاب ځپلو سيمو ليدنه وکړه او زيانمنو ته يې د خوراکي توکو او نغذي مرستو ژمنې ورکړې دي.
د دې ترڅنګ د دولتي بنسټونو او موسسو له خوا هم د جوزجان د وروستيو دوه زره سېلاب ځپلو کورنيو لپاره پيل شوې، خو ځايي چارواکي وايي، چې لږ تر لږه پنځوس زره کورنۍ دغه طبيعي افت ځپلې او مرستې ته اړتيا لري.










