منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۳ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ډبرو سکرو له کان څخه ١٨ مړي را ايستل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

درېيم تعقيب،ايبک ښار (پژواک ١١ غويى ٩٣): د سمنګانو ولايت په “دره صوف بالا” ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له هغه کان څخه ، چې چاودنه په کې شوې، د ١٨ تنو مړي را ايستل شوي دي.

 د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ د “مرک دهانه تور” کلي د ډبرو سکرو کان په استخراجي تونل کې ، چې ٤٠٠ متره ژوروالى لري، د ميتان ګاز د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

دى وايي، کره معلومات نه لري، خو کېداى شي په ياد تونل کې ځينې کسان بند هم پاتې وي.

خو ده وويل ، چې پلاوى سيمې ته استول شوى او د څېړنو پر بنسټ به يې د پېښې په اړه کره معلومات خپاره شي.

تېره ورځ د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمداکرم بېکزاد تر يادې پېښې لږ وروسته ويلي و چې په کان کې له شلو تر ٢٥ د بندو کسانو د ژغورنې لپاره هلې ځلې روانې دي.

احمد علي حسني وايي، چې د معدن انجنيرانو مخکې د دغه تونل سرکارګر ته ويلي وو چې دغه تونل بايد وتړي، ځکه چې د خطر احتمال په کې شتون لري.

دى وايي، چې ياد سرکارګر نيول شوى دى .

تېر کال د يادې ولسوالۍ د اب خورد سيمې د ډبرو سکرو په کان کې هم د چاودنې له امله د کان ٢٣ کارکوونکو ژوند له لاسه ورکړى و.