منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۴ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

سېلابونو سمنګانو کې ځاني او مالي زيانونه واړول

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۹ کتنې

ايبک (پژواک،١٢ ثور٩٣):سېلابونو د سمنګانو په “روى دواب “او “خرم او سارباغ ” ولسواليو کې د مالي زيانونو د اړولو تر څنګ له څلورو تنو ژوند واخيست.

د روى دواب ولسوال عزيزالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د تېر ماښام د سېلابونو له امله څلور تنه لادرکه دي او يوه ښځه او دوه سړي مړه شوي دي .

دى وايي ،چې دې سېلابونو د يادې ولسوالۍ په لسو کليو کې لسګونه کورونه نړولي او د شاوخوا لس زره جريبه مځکې حاصلات يې له منځه وړي دي.

دغه راز د خرم او سارباغ ولسوال عبدالحفيظ وايي ، چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې هم سېلابونو زيانونه اړولي او له امله يې يوې ښځې ژوند هم له لاسه ورکړى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، سېلابونو په دې ولسوالۍ کې هم لسګونه کورونه نړولي  او د زرګونه جريبه مځکې حاصلات، ويالې او د برېښنا د توليد کوچني سب ستېشنونه  يې له منځه وړي دي.

دغه سرچينې وايي، چې سېلابونو  په يادو ولسواليو کې شاوخوا سل څاروي هم له منځه وړي.

تېره اونۍ هم د هېواد په ځينو شمالي ولايتونو کې د سېلابونو له امله ١٦٥ تنو ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور  لادرکه شول.

دې سېلابونو هم  درانه مالي زيانونه اړولي دي.