لومړى تعقيب- فيض اباد(پژواک ١٣ غويى ٩٣): د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکي پرونۍ پېښه کوچنى قيامت بولي او زياتوي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ځايي چارواکو په وينا، پرون له غرمې وروسته د ارګو ولسوالۍ د اب باريک په سيمه کې يوه تپه پر کلي راښويېدلې چې له امله يې سلګونه کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.
ياده تپه د سختو بارانونو له امله ښويېدلې ده، چې په پايله کې يې سل نور کسان ټپيان شوي هم دي.
د سيمې خلکو ويلي، چې د غره د ښويېدو پر مهال يې سخت او وېرونکى غږ تر غوږو شوى دى.
په بدخشان کې د پژواک خبري اژانس خبريال ګل محمد تنها نن سهار وختي (د غويي ١٣مه) يادې سيمې ته تللى و او حالات يې له نږدې ليدلي دي.
هغه وايي چې د خاورو او خټو ډېرۍ چې له تپې را ښويېدلې پر کورونو راغلي او دا د سيمې د اوسېدونکو او ځايي چارواکو له وس څخه بهر دى چې خلک ترې را وباسي.
د نږدې کليو يو شمېر اوسېدونکي راغونډ شوي وو، څو د خپلو دوستانو او خپلوانو جنازې، د دوى په غيابت کې ادا کړي.
له دې غميزې شاوخوا ٧٠٠ کورنۍ پاتې دي، چې اوسمهال په تپو کې په ډېرو سختو شرايطو کې ژوند کوي.
دغه کسان چې له لوږي او تندې بې خبره وو، په خپلو نادرکه شوو خپلوانو پسې يې وير کاوه.
يوې ٧٠ کلنې ښځې چې ډېر يې ژړل، پژواک ته وويل: ((زه بل کلي کې وم، د پېښې له خبرېدو سره سمه راغلم، تر څو خپل کور مې پيدا کړم، زما د کورنۍ اته غړي تر خاورو لاندې مړه شوي دي.))
هغې په ژړا کې وويل: ((د خداى لپاره پر موږ قيامت راغلى دى، د کورنۍ غړي مو ژوندي تر خارو لاندې شوي دي.))
د بدخشان له پېښو سره د مبارزې د ادارې رييس عبدالله دهقان پژواک اژانس ته وويل چې پر ياد کلي دومره خاورې او خټې راغلې چې اوس يې لرې کول ستونزمن او ناممکن کار دى.
د هغه په وينا، دوى اوس ژغورل شوو کسانو ته د خوراکي توکو په ور وړلو بوخت دي.
نوموړى وايي، چې د ملګرو ملتونو له خوا ٧٠٠ خېمې او نور توکي راوړل شوي او دوى پر اړو کسانو وېشلې دي.
دهقان وايي چې دوه سوه ټنه خوراکي توکي او د څښلو پاکې اوبه هم سيمې ته رسول شوې دي، څو خلک له ولږې او تندې خپل ژوند له لاسه ورنه کړي.
په ارګو درې کې هم اوبه راټولې شوې او که يې مخه خلاصه شوه، نو د سېلاب وېره شته او ډېرى کورنۍ له همدې ويرې د تپو سرونو ته ختلې دي.
د ارګو ولسوال عبدالودود سيدي وايي، چې په دې پېښه کې شاوخوا سل نور کسان ټپيان شوي، چې ٩٠ يې د ګرځنده روغتيايي ډلو له لوري تر درملنې لاندې دي او لس نور د بدخشان مرکز د فيض اباد روغتون ته وړل شوي دي.
د بدخشان د سرې مياشتې رييس عبدالله فايض وويل، چې په دې طبيعې پېښه کې شاوخوا ٤٥٠٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
فايض زياته کړه، چې د نړۍ د خوارکي توکو سازمان (WFP) د اب باريک کلي ته ٨ سوه ټنه غنم، وريجې او غوړي لېږدولي دي.
سرچينه وايي، چې د ملګرو ملتونو ټېمونه، د نړيوالې کډوالۍ سازمان (IOM)، د المان د پراختيايي همکاريو موسسه (giz) او يو شمېر نورې موسسې دې سيمې ته رسېدلې او د يادې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت ځواکونو په ګډون، له طبيعې پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې، د سرې مياشتې ټولنې کار کوونکو او د کلي خلکو د پېښې د قربانيانو د را ايستلو په موخه هڅې پيل کړې، خو د ډېر خټو او د خاورو د انبارونو له امله يې له دغه ځاى د چا مړى نه دى را ايستلى.
د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو ته سپارښتنه شوې چې سيمې ته په بېړنۍ توګه مرستې ورسوي.
همدارنګه هوايي ځواک هم له کابل څخه دغو سيمو ته يوه اندازه توکي لېږدولي دي.
د يادې قول اردو قوماندان بريد جنرال توريالي ويسا پژواک اژانس ته وويل چې يادې ولسوالۍ ته د ملي اردو ځواکونه تر ټولو مخکې د ژغورنې لپاره رسېدلي دي.
هغه زياته کړه، چې د دې قول اردو د دوهمې لېوا د دريم کنډک يو روغتيايي ټيم او دوه هليکوپټرونه يې دغې سيمې ته لېږدولي، تر څو زيانمنو کورنيو سره مرسته وکړي او د پېښې ټپيان روغتونونو ته ولېږدوي.










