ژبه

د بدخشان د پېښې د قربانيانو کره شمېره تر اوسه نه ده په ډاګه شوې

فيض اباد ( پژواک، ١٣ غويى ٩٣ ) : که څه هم د بدخشان له  پېښې يوه ورځ تېره شوه، خو تر اوسه چارواکي ددې پېښې د قربانيانو کره شمېره نه په ډاګه کوي.

د ځايي چارواکو په وينا، پرون تر غرمې وروسته د ارګو ولسوالۍ د  آب  باريک په سيمه کې يوه تپه پر کلي راښويېدلې، چې له امله يې سلګونه کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.

که څه هم تر اوسه د مړو شويو کسانو کره او وروستۍ شمېره نه ده په ډاګه شوې، خو پرون چارواکو ويلي و ، چې په دې پېښه کې شاوخوا دوه زره کسان مړه شوي وو.

بلخو د بدخشان د ارګو ولسوالۍ ولسوال نن د غويي په ١٣مه، رسنيو ته ويلي، چې په ياده پېښه کې د ٢٥٠او ٣٠٠ ترمنځ ځايي خلک مړه شوي دي.

خو د بدخشان د والي وياند احمد فريد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددوى پرونۍ شمېرې د اټکل له مخې، د سيمه ييزو پراختيايي شوراګانو او د خلکو د معلوماتو په اساس ورکړي وو.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ياد کلي ٣٠٠ کورونه تر خاورو لاندې شوي او که په هر کور کې په منځنۍ کچه ٥ يا شپږ کسان وي، نو شاوخوا دوه زره کېږي.

فروتن د ولسوال د څرګندونو په اړه وويل ، چې هغه د خپل لېست له مخې دغه ارقام ورکړي، چې د مړو شويو کسانو نومونه ورته معلوم وو.

د نوموړي په وينا، د يادو ٣٠٠ کورونو ګڼ شمېر نور غړي نادرکه دي، چې تر اوسه يې دوى ته معلومات نشته.

په کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ هم پژواک اژانس ته وويل ، چې په ياده پېښه کې د ٣٠٠ او ٥٠٠ ترمنځ کسان مړه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې پرونۍ شمېرې د اټکل له مخې ورکړل شوې دي، خو نن ديادې ادارې مشران سيمې ته ورغلي او د سيمې د اوسېدونکو او سيمه ييزو چاراکو د معلوماتو په اساس، راپور يې ورکړى دى، چې يواځې څو سوه کسان په دې پېښه کې مړه شوي دي.

د بدخشان د والي وياند فروتن داهم وويل ،چې د ولسمشر کرزي د دويم مرستيال کريم خليلي په مشرۍ يو دولتي پلاوي نن له ارګو ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه.

هغه زياته کړه، خليلي دسيمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې دولت به يې ډېر ژر د سرپناه غم وخوري او نورې بيړنۍ مرستې به ورته ورسوي.