فيض اباد (پژواک ١٣ غويى ٩٣): د سيمې خلکو د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ د غره ښويېدنې د پېښې له ځاى څخه دوه مړي او يو ژوندى ماشوم را ايستلي دي.
د ځايي چارواکو په وينا، پرون له غرمې وروسته د ارګو ولسوالۍ د اب باريک په سيمه کې يوه تپه پر کلي راښويېدلې چې له امله يې سلګونه کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.
د پژواک خبريال نن له دې سيمې راپور ورکړى، چې د سيمې خلکو پرون مازديګر د اب باريک کلي په څنډه کې له خاورو د ښځو دوه مړي را ايستلي، خو په دغه کور کې يو لس کلن ماشوم له يادې پېښې درې ساعته وروسته ژوندى را ايستل شوى دى.
د دې غميزې يوه قرباني شوي غلام نبي وويل: “د کورنۍ اوه غړي او ماشومان او ښځه مې تر خاورو لاندې شوي، په همدې هيله مې دا بېل اخيستى، که کوم يو په کې ژوندى پاتې وي.”
هغه زياته کړه، چې تر خاورو لاندې د مړو را ايستل د خلکو له وسه پورته کار دى او دولت بايد د مړو د را ايستو په موخه پياوړي وسايل په کار واچوي.
خو چارواکي وايي، چې د خاورو حجم ډېر زيات دى او له همدې امله يې له خاورو کوم مړى نه دى را ايستلى.










