منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۳ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د پکتيا د کليو پراختيا رييس په يوه ترافيکي پېښه کې ومړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۴ کتنې

پل علم ( پژواک، ١٣ غويى ٩٣ ) :  د پکتيا ولايت د کليو د پراختيا رييس  د کابل – ګردېز پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شوى دى.

د لوګر ولايت د ترافيکو دير څارمن ګل احمد د غويي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د کابل – ګردېز پر لويه لاره د پل علم اړونده د التمور په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د پکتيا د کليو دپراختيا رييس انجنير عبدالرحمن رحماني چې د پل علم ښار اوسېدونکى و، غوښتل چې ګردېز ښار ته  د خپلې دندې لپاره ولاړ شي، په التمور سيمه کې يې موټر له يوه مخامخ راتلونکي لوى موټر سره جنګېدلى دى.

د ترافيکو مدير وايي چې په دې پېښه کې رحماني له خپل موټر چلوونکي مړه شوي دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش هم په ترافيکي پېښه کې د انجنير رحماني مړينه تاييد کړه.

د لوګر د کليو دپراختيا رياست يوه کارکوونکي عبدالمجيد پژواک ته د رحماني مړينه تاييد کړه او ويې ويل چې هغه په دې ولايت کې هم اته کاله د کليو دپراختيا درييس په توګه پاتې شوى و.