هرات ښار (پژواک ١٣ غويى ٩٣): په هرات ولايت کې يو موټر چلوونکى او دوه تنه نور تر يوه ټېلر موټر لاندې او مړه شوي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د هرات – کندهار پر لويه لاره په ګذرې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې يوه ټېلر موټر تخنيکي عوارض کړي وو، چلوونکى او کلېنران يې تر څنګ ويده وو ، چې د شپې يو بل ټېلر موټر پرې ختلى او درې واړه يې مړه کړي دي.
د نوموړي په وينا، د پېښې عامل تښتېدلى او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د يو بل خبر له مخې، د هرات امنيه قومانداني وايي، چې يو هلک د خپل ماين چاودنې وژلى دى.
احمدي وايي ، دغه هلک غوښتل ، چې په ادرسکن ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه ماين ځاى پر ځاى کړي، چې پرې چاودېدلى او وژلى يې دى.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.










