تالقان (پژواک ١٤ غويى ٩٣): د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او د ولسوال په ګډون ۷ نور ټپيان دي.
د ياد ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمې د رستاق ولسوال عبدالمناف فيضي ، کله چې له يو شمېر قومي سپين ږېرو سره له يوې لرې پرتې سيمې څخه رستاق ښار ته روان وو، موټر پرې چپه شوى ، چې له امله يې دوه تنه مړه شوي او د ولسوال په ګډون ۷ کسان ټپيان دي.
د هغه په وينا، د پېښې لامل تر دې دمه څرګند نه دى؛ خو ښايي دغه پېښه د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته شوې وي.
په همدې مهال د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپى وايي، ولايتي روغتون ته د دې پېښې ۷ ټپيان او يو مړى ور وړل شوي، چې په ټپيانو کې د رستاق ولسوال هم دى.
هغه پژواک اژانس ته زياته کړه، درې کسان تر درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي او ۴ نور لا هم بستر دي، چې له دې ډلې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
که څه هم تر دې دمه، د دغې ترافيکي پېښې لامل نه دى جوت شوى؛ خو دغه ډول پېښې د سړکونو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې پروايۍ له امله رامنځته کېږي، چې مرګ ژوبلې هم لري.