منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۳۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۷ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

محمود کرزي د عينو مېنې په اړه د بهرنيو رسنيو څرګندونې رد کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کندهار ښار (پژواک ١٥غويى ٩٣): د ولسمشر کرزي ورور او ملي پانګه وال محمود کرزي د بهرنيو رسنيو هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د کندهار ښار په عينو مېنه کې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي او د بهرنيانو قرارداديان اوسي.

 نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ١٥مه مازيګر ناوخته په يوه خبري غونډه کې وکړې.

 له هېواده بهر د رويټرز او په هېواد کې دننه طلوع ټلوېزيون داسې راپورونه خپاره کړي، چې عينو مېنه په کې د قاچاق وړونکو او او قرارداديانو د اوسېدو ځاى ياد شوى او دغه راز ويل شوي، چې عينو مېنه په هغه سيمه کې ودانه شوې، چېرې چې يو وخت ملا عمر او اسامه بن لادن اوسېدلي دي.

 محمود کرزي، دغه ټولې څرګندونې رد کړې او د دغه راز څرګندونو اصلي عامل يې په افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير ايکن بېري وګاڼه.

 کرزي وويل: ((له عينو مېنې سره د ذاتي مخالفت مسوول، په افغانستان کې د امريکا سفير ايکن بېري دى، هغه يو ضدي او خراب کار انسان دى؛ بيري هغه کس دى چې په افغانستان کې يې پوره پنځه کاله د امريکا پيسې ضايع کړې او د دې تر څنګ يې د امريکا او افغانستان د مشرانو تر منځ اړيکې ترينګلې کړې.))

 هغه زياته کړه، عينو مېنه نه يواځې د کندهار، بلکې د ټول هېواد په کچه د استوګنې لومړى درجه ښارګوټى دى، چې خلکو ته په کې د ارام ژوند کولو او پانګونې اسانتيا برابره شوې ده.

 هغه زياته کړه، بېري په ځانګړې توګه له کندهار او سوېلي زون سره ژور مخالفت لري، هغه نه غواړي چې د هېواد دغه برخه پرمختګ وکړي.

 ده يو بله موضوع هم، په هغه پسې د تورونو لګولو د لامل په توګه ياده کړه او ويې ويل، دا چې ولسمشر د کندهار دى او ده د ټاکنو پر مهال ورته کمپاين کاوه، نو ځکه د بېلابېلو لارو د هغه د بدنامولو هڅه کېږي.

 د دې تر څنګ هغه افغان يونايټيډ بانک هم ياد کړ، چې د کندهار د يوه مهم پانګه وال ګروپ له خوا يې په سوېل کې بنسټ کښېښودل شو، خو دا چې د کندهار اړوند و او د ٢٠٠٩ کال په ټاکنو کې يې له ولسمشر کرزي سره سره د پيسو مرسته کړې وه، د دغه بانک مسوولين يې له بېلابېلو لارو اړ کړل چې خپل بانک وپلوري.

 ده وويل: ((په ما پسې د ناسمو تبليغاتو او تورونو يو لامل دا هم دى، چې د بهرنيانو د هغو پروژو مخالفت مې کړى چې اوږدمهالې نه وې او د خلکو پر ځاى يې په خپله هغوى ته ګټه رسېدله او ډېرې پيسې يې په کې غلا کولې.))

 هغه د بېلګې په توګه په کندهار ښار او کابل کې د برېښنا د هغو جنراټورونو د ايښودلو يادونه وکړه، چې د بهرنيانو له خوا تموېلېدل، خو ده يې مخالفت کاوه او له هغو يې غوښتنه کوله، چې د دې پر ځاى دې د ډبرو د سکرو او يا هم سولر برېښنا برابره شي، چې اوږدمهالې وي.

 هغه د بهرنيو رسنيو له لوري د لګول شويو تورونو په اړه وويل، چې تر دې وړاندې هم د هغه په خلاف ورته راپورونه خپاره شوي، چې يواځې اتهامات وو، خو هغوى کله هم دا هڅه نه ده کړې، چې د خپلو ادعاوو په اړه شواهد وړاندې کړي.

 دى وايي، په خلکو کې داسې تصور موجود دى، چې ګواکې بهرنۍ مېډيا چې څه وايي يا ليکي، نو حقيقت دى، خو ده غوښتنه وکړه، چې افغاني رسنۍ دې د حقيقت موندلو لپاره هڅې وکړي.

 د ده په باور، ګڼ شمېر بهرنۍ رسنۍ هڅه کوي، هغه شخصيتونه بدنام کړي چې د هغوى خوښ نه وي.

 عينو مېنه د کندهار ښار ختيځ لوري ته د کابل- کندهار پر لويه لاره اباده شوې، چې د هېواد د بېلابېلو سيمو زرګونو اوسېدونکو په کې پانګونه کړې او دغلته يې د استوګنې کورونه او ځمکې اخيستې دي.