کندهار (پژواک ١٥ غويى ٩٣): کندهار ښاروالۍ په کندهار ښار کې د ماسټر پلان خلاف جوړ شوي ٢٠ دوکانونه ونړول.
د کندهار ښاروالۍ وياند زمري څرګند د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوکانونه د کندهار ښار د ١٤مې ناحيې په سيمه کې د خلکو له خوا جوړ شوي وو.
هغه زياته کړه، دغو دوکانونو نه يوازې د ښار ښکلا زيانمنه کړې وه، بلکې په جوړولو کې يې ټاکل شوي اصول په پام کې نه وو نيول شوي.
د نوموړي په وينا، کندهار ښاروالي د ښاري نظم او د سرغړوونو د مخنيوي په موخه پر دې کار کوي، چې په ښار کې د ماسټر پلان خلاف جوړ شوي ځايونه په نښه کړي او ونړوي.
هغه له خلکو وغوښتل چې ودانۍ دې له ښاروالۍ سره په همږۍ جوړېږي، څو د ماسټر پلان پلي کېدو ته لاره هواره شي.
د کندهار ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ دغه اقدام ستايي او وايي، چې د ماسټر پلان خلاف جوړو شوو ودانيو، مارکېټونو او دوکانونو له يوې خوا سړکونه تنګ کړي او ترافيکي پېښو ته يې زمينه برابره کړې او له بلې خوا يې ښاري نظم له منځه وړى دى.
د کندهار ښار د ١٤مې ناحيې يوه اوسېدونکي عبدالسلام پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو کلونو کې د ودانيو د جوړولو پر مهال هېڅ اصول په پام کې نه دي نيول شوي، ځکه خو ډېر مارکېټونه نه يوازې په ناسمو ځايونو کې جوړ شوي، بلکې د موټرونو لپاره د تمځاى اسانتياوې نه لري.
هغه زياته کړه، اوسمهال د کندهار ښار نفوس ډېر زيات شوى چې ورسره پر سړکونو ټرافيک هم زيات شوي، په کار ده هره ودانۍ له ماسټر پلان سره سمه جوړه شي.
د کندهار ښاروالۍ مسوولين وايي، په ښار کې پر ټولو جوړېدونکو ودانيو نظارت کوي او د هغو ودانيو د جوړولو مخه نيسي چې ټاکل اصول يې نه وي مراعات کړي.
دوى وايي، په همدې موخه يې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر دغسې وانۍ نړولې او يا يې هم د هغوى د کار مخه نيولې ده.










