منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په ارګو کې يوه هلک بالاخره د خپلې مور مړى له خاورو را وايست

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

فيض اباد (پژواک ١٦ غويى ٩٣): د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په اب باريک کلي په خاورو او خټو کې د يوه ماشوم د پرله پسې پنځمې ورځنې کار نتيجه ورکړه او د خپلې مور مړى يې را بهر کړ.

دغه هلک بهاوالدين نومېږي او وايي، له هغې ورځې چې کلى د غره ښويېدنې له امله تر خاورو او خټو لاندې شو، په بېل او کلنګ يې پرله پسې کار وکړ، تر څو نن وتوانېد، چې د خپلې مور مړى ترلاسه کړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د څو نورو کسانو په همکارۍ يې ساحه پنځه متره ژوره کړه، څو چې د خپل کورنښې را څرګندې شوې.

بهاولدين زياته کړه، چې د پلار او ورور په ګډون يې د کورنۍ څلور غړي په همدغه کور کې تر خاورو لاندې شوي دي، خپل کار ته به د هغوى د مړو تر موندلو دوام ورکړي.

اب باريک کلى د غويي مياشتې په ١٢مه نېټه د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښويېدنې په رامنځته کېدو تر خاورو او خټو لاندې شو او په سلګونه کسان يې لاندې کړل.

وروسته بيا د ځايي چارواکو له خوا په کرايه نيول شوو سکواټورونو کيندنې پيل کړې، خو له دوو ورځو کيندنو وروسته يې د خټو او خاورو د حجم د ډېروالي له امله خپل کار بند کړ او ويې ويل چې د مړو را ايستل امکان نه لري.

خو د ښځو په ګډون ځايي خلک، د دوى د خپلوانو د مړو په را ايستلو کې د دولت پر ناتوانۍ د نيوکې ترڅنګ تر اوسه پورې د مړو د موندلو په هيله کيندنې کوي.

د پژواک خبريال، چې تېره روځ يې له سيمې ليدنه وکړه، په خپل راپور کې وايي، چې ښځو په ډله ييز ډول کيندنې کولې او ويل يې: ((موږ اوبه او خواړه نه غواړو، له دولته مو غوښتنه دا ده، چې زموږ مړي راته پيدا کړي.))

ځايي اوسېدونکي وايي، چې په دې طبيعي پېښه کې ٣٠٠ کورونه تر خاور او خټو لاندې شوي او ٢٥٠٠ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړى، خو نورو بنسټونو لکه د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې بيا د تلفاتو شمېر له ٣٠٠ تر ٥٠٠ اټکل کړى دى.

دغه لومړى ځل دى، چې د يوه زوى د نه ستړي کېدونکي کار په پايله کې د يوې مور مړى را ايستل کېږي.

د ناورين په ورځ ځايي خلکو د دغه کلي په څنډه کې د دوو ښځو مړي د خاورو له ډېرۍ را بهر کړل او يو لس کلن ماشوم له لس ساعته وروسته هم ژوندى را وايستل شو.

د ولسمشر لومړي مرستيال محمديونس قانوني، چې دوه ورځې وړاندې يې له زيانمنې سيمې ليدنه کړې، وويل چې د دغه ناورين اړخونه پراخ او نښلوونکې لاره هم نه لري، له همدې امله دولت له خاورو د مړو د را ايستلو توان نه لري.

ځايي چارواکو هم ويلي وو، هڅه کوي، خو د مړو د را ايستلو په برخه کې يې هڅې بې پايلې دي او احتمال لري چې دغه ځاى د قربانيانو د ډله ييز قبر په نوم ونومول شي.

خو اوسمهال بيا ځايي چارواکي وايي، تاکل شوې نن ورځ ٤٠٠ کسان د پيسو په بدل کې وګوماري، څو په هغو ساحو کې کار پيل کړي، چې د خټو او خاورو حجم په کې کم دى.