کابل (پژواک ١٨ غويى ٩٣): د کابل په هوايي ډګر کې د اريانا هوايي شرکت يوې الوتکې د تخنيکي عوارضو له امله بېړنۍ ناسته کړې او يواځې پنځه کسان په کې برسېرن ټپيان شوي دي.
د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال حقنواز حقيار، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر پنځه بجې او پنځه دقيقې د اريانا افغان هوايي شرکت يوه الوتکه د راښکته کېدو پرمهال له خپلې ځغاست ليکې وتلې او تخنيکي عوارض يې پيدا کړي دي.
ده زياته کړه، د دې الوتکې مساپرين چې له هندوستان څخه کابل ته رالېږدول کېدل، ټول خوندي دي، خو شاوخوا پنځه تنه د الوتکې د ټکانونو له امله ډېر عادي او برسېرن ټپيان دي.
ده زياته کړه ، چې په دې الوتکه کې شاوخوا ١٤٠تنه مسافرين ناست وو، چې د پېښې پرمهال خوندي له الوتکې په موټرو کې ترمينل ته لېږدول شوي دي.
حقيار هغه اوازې رد کړې، چې ګنې د الوتکې مخکينۍ برخې اور اخيستى دى.
په سيمه کې د جاوېد په نوم يو عيني شاهد وايي، ياده الوتکه چې ښکته شوه او غوښتل يې چې ودرېږي، په همدې مهال يې مخکينۍ برخه له ځمکې سره ولګېده او اور يې واخيست.










