منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۲ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د کورنیو چارو وزارت کومانډو ځواکونو په نړیوالو سیالیو کې مډالونه ترلاسه کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۵ کتنې

کابل ( پژواک، ۱۹ غویی ۹۳ ) : د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ځانګړې قعطې (کومانډو) اوو سرتیرو د بوکس په یو نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې وه.

دغه سرتیري چې یو شمیر مډالونه یې هم ترلاسه کړي وو د غویي په ۱۹مه، په  داسې حال کې هیواد ته ستانه شول، چې د کابل هوایي ډګر کې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو لخوا یې تود هرکلی وشو.

د یادې ځانګړې قطعې قوماندان مل پاسوال اسدالله شیرزاد د کابل په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې ددوی د ځانګړې قطعې اوو سرتیرو په اردن هیواد کې د بوکس او یو شمیر کوماندویی حرکتونو په سیالیو کې برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړه، چې په دې سیالیو کې د  افغانستان په ګډون د ۱۹ هیوادونو د ځانګړو قطعو سرتیرو ګډون درلود.

نوموړي وویل چې دافغانستان د ځانګړې قطعې لوبغاړو د کوماندویی حرکتونو په برخه کې لومړی او په رزمي لوبو ( بوکس )  کې دریم مقام او یو شمیر مډالونه خپل کړل.