منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه

سېلاب کلابند کړي ٢٠٠ تنه وژغورل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

شبرغان-باميان (پژواک ٢٠  غويى ٩٣): په جوزجان کې په سېلابونو کې دوه سوه بند کسان د ملي اردو د هليکوپټرونو په وسيله ژغورل شوي او په باميانو کې د سېلابونو تر ګواښ لاندې د يو شمېر کليو اوسېدونکو ته د خپلو کورونو د پرېښودو خبر ورکړل شوى دى.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجانى وايي، چې دغه کسان د فيض اباد ولسوالۍ په سېلابونو کې بند پاتي وو، چې نن سهار د ملي اردو ځواکونو د څلورو چورلکو په وسيله په خوندي توګه له دې سيمې را ايستل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سېلابونو له امله شپږ کلي اوبو کلابند کړي او دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې او د شبرغان-مزارشريف د لارې په اوږدو کې ځاى پر ځاى شوې دي.

د فيض اباد ولسوالۍ د ګرجک کلي يوه اوسېدونکي شکر الله وويل: “ما د خپلې کورنۍ درې غړي را وايستل خو زه او ورور مې دواړه په سېلاب کې بند شوي وو، چې بيا چورلکې راغلې او موږ يې را و ايستو.”

هغه زياته کړه، د فيض اباد سيند که څه تړل شوى هم دى، خو د سيند اوبه د سختو بارانونو له امله راپورته شوې او يو شمېر کلي يې زيانمن کړي دي.

همدرانګه د جوزجان په دوکوه ولسوالۍ کې د غويي مياشتې په لومړيو کې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا دوه زره کسان په سېلابونو کې بند پاتې وو، چې وروسته بيا د ملي اردو ځواکونو د هوا له لارې خوندي ځايونو ته ولېږدول.

 بلخوا د باميانو ولايت سيمه ييزو چارواکو، هغه کورنيو ته چې کورونه يې د سېلابونو تر ګواښ لاندې دي، د باران پر مهال د خپلو سيمو د پرېښودو خبر ورکړى دى.

د باميانو ولايت له طبيعي پېښو سره د چمتووالي ادارې مشر رضا رفعت وويل، چې د هوا د حالاتو له مخې، په دغه ولايت کې د سختو بارانونو وړاندوينه شوې نو له همدې امله يې هغو کورنيو ته چې د سېلابونو تر ګواښ لاندې دي، د وتو خبر ورکړى دى.

هغه زياته کړه، چې د زرګرانو، اژدر، سرخ قول او د باميانو بازار سيمې د سېلابونو تر ګواښ لاندې دي او خلکو ته يې ويل شوي، چې د بارانونو په ورځو کې، د سېلابونو تر ګواښ لاندې له سيمو بهر شي.

د باميانو بازار د دوکاندارانو يوه استازي سيدرضا وويل، چې دوى ته د پېښو د ادارې خبردارى رسېدلى، خو ستونزه دا ده چې ځانونه له سېلابونو څنګه وژغوري.

هغه زياته کړه: “موږ يوازې خپل ځانونه ژغورلى شو نو زموږ د کور سامان او توکي به څنګه شي او چېرته به يې کېږدو.”

خو د باميانو ولايت له طبيعي پېښو سره د چمتووالي ادارې مشر وايي، چې دوى د ژغورنې ټيمونه په پام کې نيولي او هغوى ټولې تپې ځانګړې کړې، چې خېمې به ورته وغوړل شي او بې ځايه شوې کورنۍ به په کې ځاى پر ځاى کړي.

دا ګواښ داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره اونۍ د باميانو ښار په فولاد دره کې پنځوس کورنۍ د يوې تپې د ښويېدو د احتمال له ډاره له خپلو کورونو کډه شوې او حکومت ورته د لنډ وخت لپار سرپناه جوړه کړې، خو دوى بيا وايي چې په دې سيمه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د محمد کاظم په نوم يوه بې ځايه شوي کس، چې د خپلې کورنۍ له نورو ٩ غړو سره يو ځاى په خېمو کې اوسي، وويل: “هوا ډېر سړه ده او د څښلو اوبه هم نشته، يا دې دولت له موږ سره بېړنۍ مرسته وکړي او يا دې موږ بېرته خپلو کورونو ته بوځي.”

خو د باميانو مرستيال والي محمداصف مبلغ وويل، چې نن به دغو سيمو ته د څېړنې ټيمونه ولېږل شي، څو له يادو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي.