منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په جوزجان کې ١٦٠٠ کورنۍ اوبو کلابندې کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

شبرغان (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د سېلابونو د راوتو له امله د جوزجان په فيض اباد ولسوالۍ کې ١١ کلي ويجاړ شوي او ١٩ نور د سېلاب تر ګواښ لاندې دي.

د جوزجان مرستيال والي عبدالرحمن محمودي وويل، چې د تېرو دوو ورځو سخت باران له امله سېلابونه راوتلي او ١٦٠٠ کورنۍ په کې بندې پاتې دي.

هغه زياته کړه، ځايي چارواکي کوښښ کوي، چې سېلاب ځپلي وژغوري.

محمودي وايي، چې ١٩ نور کلي هم د اوبو تر ګواښ لاندې دي.

د پژواک خبري اژانس خبريال نن شاوخوا دوه بجې د پېښې له ځايه راپور ورکړ، چې د دفاع وزارت چورلکو څو ځلې هڅه وکړه، چې ناسته وکړي، خو دا چې ټولو ځايونه اوبو نيولي وو، نو د ناستې امکان يې نه و.

د فيض اباد او اقچې ولسوالۍ خلک د موټر د ټايرونو د ټيوپونو په وسيله بند کسان تر اوبو تېروي.

ځايي خلکو ويل، چې له دې پرته بله لاره نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په فيض اباد ولسوالۍ کې بند دوه سوه تنه د ملي اردو د چورلکو په وسيله خوندي ځايونو ته ولېږدول شول.

شپږ کلي اوبو کلابند کړي او له دې ولسوالۍ دوه زره کورنۍ د شبرغان-مزار په لويه لاره ځاى پر ځاى شوې دي.

 د فيض اباد د خيراباد او شيشه خانه کلو خلک، چې د سېلابونو له امله ډېر ځپل شوي، نيوکه کوي، چې د جوزجان چارواکو ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې، خو وروسته پرې د مرستو بستې ووېشل شوې.

 د ويلو ده، چې په بدخشان کې وروستيو سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧٠ کسه مړه کړي او په زرګونو استوګنځايونه يې ويجاړ کړل، چې اوسېدونکي يې نورو سيمو ته بې ځايه شوي دي.