شبرغان (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): د جوزجان ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې په سېلاب کې د بندو کسانو د ژغورنې عمليات پيل شوي او تر اوسه ٣٠٠ ښځې او ماشومان د کښتيو په وسيله ژغورل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې د سېلابونو د راوتو له امله د جوزجان په فيض اباد ولسوالۍ کې ١١ کلي زيانمن شوي او ١٩ نور کلي د سېلابونو تر ګواښ لاندې دي.
د جوزجان مرستيال والي عبدالرحمن محمودي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې ورځې تر مازديګر پورې ١٦٠٠ کورنۍ په اوبو کې راګير وې، چې له هغه مهاله تر اوسه پورې ٣٠٠ ښځې او ماشومان د کښتيو له لارې خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې سېلاب ځپلي د ملي اردو، ملي او سيمه ييزو پوليسو او ځايي خلکو له خوا د موټر د ټاير له ټيوبونو او لرګيو د جوړو شوو کښتيو په وسيله ژغورلي دي.
محمودي وويل، چې ژغورل شوي کسان د فيض اباد ولسوالۍ په ګرجک، شيشه خانه او خيراباد کليو کې په اوبو کې راګير وو.
مرستيال والي وويل، چې لومړى يې هغه ښځې او ماشومان ژغورلي، چې د کورونو بامونو او ونو ته ختلي وو او کوښښ کوي، چې ټول بند کسان خوندي ځايونو ته ولېږدوي.
د شيشه خانې کلي اوسېدونکي ٥٥ کلن توردي خال، چې د کښتۍ په وسيله ژغورل شوى وويل: ((الوتکې څو ځلې زموږ کلي ته راغلې، موږ بيرغونه اوچت کړل، خو د کېناستو ځاى يې پيدا نه کړ.))
هغه زياته کړه، دوى مايوسه شوي وو، خو پوليس او خلک راغلل، دى يې له خپلو درېيو لمسيانو سره د کښتۍ په وسيله وژغوره.
د جوزجان مرستيال والي وويل، چې دغه ماشومان او ښځې د شيشه خانې کلي ته څېرمه په يوه روغتون کې ځاى پر ځاى شوي، خواړه او کمپلې يې ور وېشلي دي.
محمودي وويل، چې نن سهار د ژغورنې ډلې يو ځل بيا له زياتو کښتيو سره په کار پيل کړى او په سېلاب کې د را ګېر خلکو په را اېستلو بوخت دي.
د سېلاب د او بو کچه په ځينو ځايونو کې تر يو متر پورې رسېږي، نو له همدې امله د ملي دفاع وزارت چورلکو څو ځله د کېناستو هڅه وکړه، خو ونه توانېدې.
ځايي خلکو ويل، چې له دې پرته بله لاره نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په فيض اباد ولسوالۍ کې بند دوه سوه تنه د ملي اردو د چورلکو په وسيله خوندي ځايونو ته ولېږدول شول.
شپږ کلي په اوبو کې کلابند دي او له دې ولسوالۍ دوه زره کورنۍ د شبرغان– مزار په لويه لاره ځاى پر ځاى شوې دي.
د فيض اباد د خيراباد او شيشه خانه کليو خلک، چې د سېلابونو له امله زيات ځپل شوي، نيوکه کوي، چې د جوزجان چارواکو ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې، خو وروسته پرې د مرستو بستې ووېشل شوې.
د ويلو ده، چې په بدخشان کې وروستيو سېلابونو د ښځو اوماشومانو په ګډون ٧٠ تنه ووژل او په زرګونو استوګنځايونه يې ويجاړ کړل، چې اوسېدونکي يې نورو سيمو ته بې ځايه شوي دي.










