زرنج (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): څلور افغانان چې د قاچاق وړونکو له خوا ايران ته لېږدول کېدل، په يوه ترافيکي پېښه کې مړه شوي دي.
د ايران د شهرستان يوه چارواکي علي اصغر افتاده هم دغه خبر پر خپله ټولنيزه پاڼه ليکلى دى.
کله چې پژواک خبري اژانس له نوموړي سره اړيکه ونيوه، نو ويې ويل، چې افغانان د “سمند” په نوم يوه ګړندي موټر کې له افغانستان څخه هغه هېواد ته په قاچاقي ډول لېږدول کېدل، چې موټر يې تېره ورځ د زاهدان ښار د بزمان -مسجد ابوالفضل لارې په اوږدو کې له ٣٠٣ مسافر وړونکي موټر سره ټکر وکړ.
هغه وايي، چې په دې پېښه کې څلور افغانان له منځه تللي، خو نورو ته زيان نه رسېدلى.
افتاده وايي، قاچاق وړونکو موټر ته له اندازې ډېر کسان خېژولي وو، چې له امله يې ياده پېښه رامنځته شوه.
د نيمروز مرستيال والي محمدقاسم خضري وايي، چې تر اوسه له دې پېښې خبر نه لري او موضوع پلټي، خو که چېرې مړي نيمروز ته ولېږدول شي، نو په دې برخه کې به مرسته وکړي.
تر دې وړاندې هم يو شمېر افغانانو د ايران په خاوره او سرحدي سيمو کې په ترافيکو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
تېر کال په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې شهناز همتي هم له خپلو دوو ماشومانو سره د ايران له کرج ښار څخه تهران ته روانه وه، چې د ترافيکي پېښه له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ايران بندرعباس کې په ورته بله پېښه کې بيا ١٤ نور افغانان ټپيان شول، چې د درملنې لپاره د نيمروز ولايتي روغتون ته ولېږدول شول.










