کندهار( پژواک غويى ٩٣): که د کندهار د غنمو کيفيت له نړيوالو معيارونو سره سم وي، نو د خوړو نړيوال سازمان به د بهرنيو هېوادونو پر ځاى همدلته غنم وپيري او بيا به يې د خپلو پروګرامونو له لارې ووېشي.
دغه ژمنه نن د خوړو د نړيوال سازمان (WFP ) تخنيکي مسوولې انجلايني روډوکوبانا د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا او نورو ولايتي چارواکو سره په يوه ناسته کې وکړه.
په دې ناسته کې د خوړو د نړيوال سازمان تخنيکي مسوولې موټينټا چيموکا او د دې سازمان ساحوي مسوولې زولفيا فاسير هم ګډون درلود.
په دغه ليدنه کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د خوړو د نړيوال سازمان له چارواکو وغوښتل، چې د بهرنيو هېوادونو پر ځاى دې د دغه ولايت له کروندګرو غنم وپېري.
هغه په داسې حال کې چې ويل يې د کندهار غنم لوړ کيفيت لري زياته کړه، چې دغه ګام به کروندګر د ترياکو پر ځاى د غنمو کرلو ته وهڅوي .
دى وايي، چې د کندهار کروندګر د اقتصادي ستونزو له امله نشه يي توکي کري او که د هغوى روا محصولاتو ته بازار و موندل شي، نو هيڅکله به هم د کوکنارو کرلو ته زړه ښه نه کړي.
ويسا دغه راز غوښتنه وکړه، چې د خوړو نړيوال سازمان دې د ښوونځيو د زده کوونکو تر څنګ له ښوونکو سره هم مرستې وکړي.
هغه په دغه ولايت کې د مېرمنو بې کاري او بې روزګاري هم يوه جدي ستونزه وګڼله او ويې ويل، چې په دغه ولايت کې د جګړو او ناخوالو له امله د بې سرپرسته مېرمنو شمېره لوړه ده او هغوى د خپلو کورنيو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره لاسنيوي ته اړتيا لري.
ده په دې برخه کې له يادې شوې ادارې د مرستې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې هغوى ته دې کاري زمينې برابرې کړل شي، تر څو له ستونزو وژغورل شي.
د خوړو د نړيوال سازمان تخنيکي مسوولې انجلايني روډوکوبانا وويل، که د کندهار د غنمو کيفيت له نړيوالو معيارونو سره سم وي، نو هغوى چمتو دي، چې د بهرنيو هېوادونو پر ځاى همدلته غنم وپيري او بيا يې د خپلو پروګرامونو له لارې ووېشي.
د دې په وينا، که له دې لارې په کندهار کې د کوکنارو د کښت کچه ټيټه شي، نو دا به د هغوى لپاره هم يو ښه زېرى وي.
د هغې په وينا، د دوى هڅه دا ده ، چې خپلې چارې د ولايتي ادارې له خوښې سره مخ ته يوسي او خپلې مرستندويه پروژې په سيمه ييزه کچه د خلکو له اړتياوو سره سمې پلان او عملي کړي.









