منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په سېلابونو کې ٧٠٠ ګير شوي ماشومان او ښځې ژغورل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

شبرغان (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): د جوزجان ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې په سېلابونو کې ګير اووه سوه نور ماشومان او ښځې د وړو کښتيو پر مټ خوندي سيمو ته لېږدول شوي دي.

سيمه ييز چارواکي وايي، دغه بارانونه د تېرو څلورو ورځو د سختو بارانونو له امله راوتلي، چې په پايله کې يې د فيض اباد ولسوالۍ ١١ کليو ته زيان اوښتى او ١٩ نور کلي د سېلابونو تر ګواښ لاندې دي.

د فيض اباد ولسوال رحمت الله حشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خيراباد، ګرجک، کوکلداش او شيشه خانه عربيه، پښتونيه او ازبکيه کلي اوبو نيولي او نن له ٧٠٠ څخه زيات کسان د وړو کښتيو په وسيله، چې د موټرو له ټايرونو او لرګيو څخه جوړې شوي، په خوندي توګه د شبرغان-مزار شريف لويې لارې په اوږدو کې يوې سيمې ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دا ډول کښتۍ د سيمې د خلکو له لوري جوړې شوې او په دغو سيمو کې پاتې کسان د سيمه ييزو پوليسو له لوري لېږدول کېږي.

حشر زياته کړه: “د ژغورنې دغه عمليات د ښځو او ماشومانو د را لېږدولو لپاره ځانګړي شوي، کله چې دغه کښتۍ ښځې او ماشومان له کليو را ولېږدوي، نو له دې لوري د کليو سړيو ته وچه ډوډۍ، پخه شوې غذا او اوبه ور وړي، ترڅو هغوى د خوراکي توکو له کمښت سره مخ نه شي.”

د فيض اباد ولسوال وويل، چې دغه خوراکي توکي د ملي اردو، مرستندويو موسسو او د دغه ولايت د خلکو له لوري مرسته شوي دي.

سرچينې زياته کړه، په دغه کلي کې اوسمهال شاوخوا زر کورنۍ، چې ډېرى يې نارينه دي، ژوند کوي او په دغو کليو کې اوسمهال ډېر کم ماشومان او ښځې پاتې دي، چې هغوى به هم ډېر ژر دغه کلي ته راولېږدول شي.

د دغه کلي يوې اوسېدونکې ٣٥ کلنې نور بخش، چې له خپلو دوو لوڼو سره د کښتۍ په وسيله رالېږدول شوې وه، وويل: “موږ له خلکو او پوليسو ډېره مننه کوو، چې له موږ سره يې په دې سختۍ کې مرسته وکړه او اوس پوه شو، چې يو غمخور خو لرو.”

دغې مېرمنې زياته کړه، دوى د اوبو د کلابندۍ له امله سخت اندېښمن وو، که چېرې د اوبو کچه لوړه شي، نو کورونه به يې ويجاړ او د دوى د مرګ لامل به شي.

له زيانمنو کورنيو سره د مرستې د پروسې يوه سمبالوونکي رحمت الله وويل، چې د جوزجان والي هم اوسمهال په دغه سيمه کې موجود دى او بېځايه شويو کسانو ته خېمې، ترپالونه او خوراکي توکي وېشي.

په تېرو درېيو ورځو کې له دوه سوو ډېر کسان د ملي اردو د هليکوپټرونو او ٣٠٠ نور ماشومان او ښځې د کښتيو په وسيله خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

په جوزجان کې د وروستيو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧٠ تنو ژوند له لاسه ورکړى او زرګونه کورونه يې ويجاړ کړي، چې اوسېدونکي يې اوسمهال نورو خوندي سيمو ته لېږدول شوي دي