منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د غره ښويېدنې له امله د بغلان لسګونه کورنۍ بېځايه شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

پلخمري (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): په بغلان ولايت کې د غره ښويېدنې له امله لسګونه کورنۍ بې ځايه شوې او ساحه لا هم تر دغه طبيعي ګواښ لاندې ده.

دا د خنجان ولسوالۍ په دره وليان کې د ډېر باران ورېدو له امله ښويېدلى او نږدې ٣٠ کورنيو سيمه پرېيښې ده.

يوه ځايي سپين ږيري ملا ولي پژوک خبري اژانس ته وويل، چې دوى وليان کلي ته د خپلو خپلوانو کورونو ته پناه وړې ده.

دغه سپين ږيري زياته کړه، چې د اړتيا وړ وسايل او مالونه يې له کوره لېږدولي دي.

هغه زياته کړه، چې تېره شپه بيا غر وښويېد او که چېرې دغه حالت ادامه پيدا کړي، نو احتمال لري، چې د دوى خالي شوى کور هم لاندې کړي.

د زربي بي په نوم يوې بلې بې ځايه شوې وويل: ((ما او دريو ماشومانو مې د يوه ارباب په کور کې ژوند کاوه، نور نو خپل کور ته هم نه شو تللى، دولت دې راسره مرسته وکړي.))

نوموړې چې خپل خاوند يې پخوا له لاسه ورکړى وويل، چې ٢٠ څاروي لري او له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کوي، خو د غره ښويېدنې د ګواښ له امله له کوره تښتېدلي او اوس بې برخليکه دي.

د بغلان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې رييس نصيراحمد کهزاد وويل، چې له وليان درې څخه کورنۍ د ځايي چارواکو په مرسته ايستل شوې او يوه کورنۍ چې نه يې غوښتل خپل کور پرېږدي، د زيانونو له وېرې په زور د خپل کور پرېښودو ته اړ او خوندي ځاى ته لېږدول شوې ده.

کهزاد زياته کړه، چې نن د ولايت ناسته ترسره شوه او پرېکړه وشوه، چې د پېښې ځاى ته يو پلاوى د غره ښويېدنې د خطر معلومولو لپاره ولاړ شي او په څنګ کې يې له بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وکړي.

هغه زياته کړه، چې د دغو کورنيو لپاره د نوي استوګنځي امکان نه و او د اوسېدو لپاره به ورته بل ځاى په پام کې ونيول شي.

تېره اونۍ هم د سمنګانو په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې له امله پنځوس کورنۍ بې ځايه شوې، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

خو د غويي مياشتې په ١٢ مه بيا د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې له امله سلګونه کسان مړه او سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې.