کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د کابل ښار په دولسمه حوزه کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ٥ نور ټپيان دي.
د دولسمې حوزې امر سمونمل سيد اکرام الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د احمدشاه بابا مېنې د سليم کاروان په سيمه کې يو ټېلر موټر له يوه کرولا ډوله موټر سره ټکر کړى، چې له امله يې دوه تنه مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، دا پېښه د ټېلر چلوونکي د سرغړونې له امله چې په خپل لاس نه و روان، رامنځ ته شوې ده.
د ده په وينا، ټپيان په سيمه کې يوه روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
خو په سيمه کې د محمد اکبر په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې دوه تنه مړه او ٧ نور ټپيان شوي دي.
هغه زياتوي، په دې ټکر کې د ټېلر په ګډون څلورو موټرو ته زيان اوښتى دى.










