منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په غور کې سېلاب مرګ ژوبله از زيانونه اړولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

فيروز کوه (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): په غور کې د سېلابونو راوتو مرګ ژوبله او زيانونه اړولي، خو ځايي چارواکو د لومړنيو معلوماتو له مخې ويلي، چې دوه کسه مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

د غور ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس حميدالله دادفر وايي، چې له تېرې ورځې راهيسې د غور په مرکز او شهرک او دولينه ولسواليو کې د سختو بارانونو ورېدو له امله سېلابونه راغلي او په دولينه کې دوه شپانه په کې له منځته تللي دي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې ٩ غواګانې هم سېلاب وړې دي.

دادفر زياته کړه، چې سېلابونو استوګنځايونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې کړې، خو کره شمېره يې تر اوسه څرګنده نه ده  او د سروې ټيمونه يې د همدې موخې لپاره سيمې ته استولي دي.

سېلابونو د غور په مرکز کې د کډوالو ښارګوټي په اوږدو کې هم تر لسو زيات کورونه ويجاړ کړي او دوه کسه ټپيان دي.

د سيمې اوسېدونکي محمدګل وويل: ((سيل مې کور وران کړ، چت يې راپرېوت، ښځه او کوچنۍ لور مې ټپيان شول.))

هغه زياته کړه، چې د پوهنې رياست مامور دى، کمزورى اقتصاد لري او دولت بايد ورسره مرسته وکړي.

د غور له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس وويل، چې اوسمهال د دوى ټيمونه د مرګ ژوبلې او زيانونو پر معلومولو بوخت دي او له زيانمنو سره به وروسته مرسته وشي.

دوې اونې وړاندې هم په دغه ولايت کې د سېلاب له امله درې کسان مړه او ترڅنګ يې ١٥٠ د استوګنې کورونه او په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړ شوي و، چې په زرګونو مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي په کې وو.

د ويلو ده، چې  په دې وروستيو کې په فارياب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بدخشان، بغلان، لوګر او ځينو نورو ولايتونو کې دسېلابونو را وتو له امله نږدې دوه سوه کسان له منځه تللي او ترڅنګ يې د استوګونو په زرګونو کورونه ويجاړ او زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.