سرپل ښار (پژواک ٣٠ غويى ٩٣): د سرپل ولايت په مرکز کې د يوه ښوونځي د لومړي ټولګي د چت لوېدو له امله ٣١ زده کوونکي ټپيان شوي دي.
دا پېښه د غويي په ٣٠مه سهار شاوخوا اته نيمې بجې د سرپل ولايت د مرکز اړوند د کورک د کلي په لومړني ښوونځي کې رامنځته شوې ده.
ياد ښوونځى چې د کورک ازبکي په نوم ياديږي، د سرپل ښار په شمالي څنډه کې پروت دى.
د سرپل د ملکي روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکټر نعمت الله يلداش پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ښوونځي کې ٥٠ زده کوونکي چې د چت پرېوتو له امله يې ٣١ زده کوونکي ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د ټپي زده کوونکو عمرونه د ٦ او ٨ کلونو ترمنځ دي، د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ او د پاتې نورو ډاډمن دى.
د سرچينې په وينا، چې ټپيان ټول د لومړي ټولګي زده کوونکي دي.
ډاکټر يلداش وويل چې د چت د لاندې برخې پلستر غورځېدلى او که ټول چت پرېوتى واى، نو ډېره مرګ ژوبله يې اړوله.
د سرپل د پوهنې رييس عبدالغفور سرپلي د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل چې د چت لوېدو له امله ٣١ زده کوونکي او يو ښوونکى ټپي شوي دي.
هغه زياته کړه چې د ياد ښوونځي ودانۍ څلور کاله مخکې د پوهنې وزارت د اېکويپ پروګرام لخوا د ملي پيوستون د سيمه ييزو شوراګانو په وسيله د څه کم سل زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى و، خو کار يې بې کيفيته و.
د سرپلي په وينا، تېر کال هم د دغه ښوونځي يوه خونه د شپې له خوا ړنګه شوې وه، خو چا ته په کې زيان نه و اوښتى.
دى وايي چې د سيمه ييزو پراختيايي شوراګانو له خوا د دې ودانۍ د جوړولو سمه څارنه نه وه شوې.
خو د سرپل د مرکز د پرمختيايي شوراګانو رييس سيف الرحمن بيا د پوهنې د رييس ادعا ردوي او زياتوي چې د څارنې دنده د پوهنې رياست د انجنيرانو کار و، خو سمه څارنه يې نه ده کړې.
خو د پوهنې رييس د ده خبرې رد کړې.
د کورک کلي اوسېدونکى پاينده محمد چې په ياده پېښه کې يې پنځه اولادونه ټپيان شوي دي، د پوهنې پر رياست سخته نيوکه کوله.
هغه چې د خپلو اولادونو روغتيايي حالت ته اندېښمن و، پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال هم د دغه ښوونځي يوه خونه لوېدلې وه، خو بيا هم مسوولينو دې ودانۍ ته سمه پاملرنه ونه کړه.
ده زياته کړه: ((خلک د خپلو جېبونو په غم کې دي، د خلکو د اولادونو په کيسه کې نه دي.))
پاينده محمد د دې پېښې د جدي پلټنې غوښتنه وکړه.










