منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۶ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ترافيکي پېښه کې درې پوليس ووژل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

شبرغان (پژواک٣٠ غويى ٩٣): په جوزجان ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله درې پوليس مړه او ٩ نور ټپيان شول.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې ١١ بجې د شبرغان-سرپل پر لويه لاره رامنځته شوې ده.

هغه زيات کړه، چې د جوزجان د مرکز شبرغان په منګوتي سيمه کې دوو رينجر موټرو ټکر کړى، چې له امله يې يو له سړکه وتلى او چپه شوى دى.

جوزجاني زياته کړه، چې په دې پېښه کې درې پوليس وژل شوي او٩  نور ټپيان دي.

د امنيه قوماندان په خبره، ټپيان د جوزجان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د جوزجان د عامې روغتيا رييس ډاکټر همايون “عارف ايلبيګي”  وويل، چې په سر ټپي شوو دوو پوليسو روغتيايي وضعيت ژور دى او که چېرې يې درملنه ونه شي، نو د مزارشريف روغتون ته به ولېږدول شي.

 

د يوه رينجر چلوونکي جلال الدين، چې اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دى وويل: ((موټر مې د سړک څنګ ته درولى و، کله چې د دروازې پورې کولو لپاره ښکته شوم، يو بل رينجر په سرعت سره راغى، زه يې کډي ته وغورځولم او په روغتون کې په هوښ راغلم.))

 

د جوزجان امنيه قوماندان زياته کړه، چې د دغه رينجر سرعت دومره زيات و، چې وروستۍ برخه يې د يوه بل ولاړ رينجر سره ولګېد، وروسته د سړک غاړې ته چپه او مړه شوي پوليس هم په همدغه رينجر کې سپاره وو.