تالقان (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د تخار امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت يې ۸۷ کيلوګرامه نشه يي توکي له ٨ قاچاق کوونکو سره نيولي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغو نشه يي توکو کې هيرويين، چرس او ترياک شامل دي، چې ډېره برخه يې له نورو ولايتونو په ځانګړې توګه له بدخشانه دغه ولايت ته ور وړل کېدل.
ده وويل: ((په دغو نشه يي توکو کې۲۲کيلوګرامه هيرويين، ۱۵کيلوګرامه ترياک او٥٠ کيلوګرامه چرس شامل دي.))
اسير وايي، ياد نشه يي توکي د روانې اونۍ په اوږدو کې د کلفګان او د کوکچې له پورې غاړه ولسواليو په ځانګړې توګه په خواجه غار، ينګي کلا او رستاق کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
هغه د نيول شوو قاچاق کوونکو د هويت په اړه څه ونه ويل خو يادونه يې وکړه، چې پوښتنې ترې روانې دي.
په تخار کې له پنځو کلونو راهيسې کوکنار نه کرل کېږي او هر کال له همدې درکه، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې له وزارته يو ميليون ډالر ترلاسه کوي؛ خو وخت ناوخت له دغه ولايته د نشه يي توکو د قاچاق او د لېږد رالېږد رپوټونه ورکړل کېږي.
خو د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، د دغه ولايت پوليس له هرې ممکنې لارې هڅه کوي، چې د نشه يي توکو د قاچاق مخنيوى وکړي.
ده وويل: ((زموږ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پوليس د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې جدي دي او مخنيوى يې کولاى شي.))
تخار د بدخشان او کندوز په څېر د سرحدي ولايتونو تر څنګ له ګاونډي هېواد تاجکستان سره ګډه پوله لري.
د تخار امنيتي چارواکي مني، چې نشه يي توکي له ينګي کلا او درقد ولسواليو تاجکستان او وروسته د روسيې له لارې اروپا ته انتقالېږي خو دا هم وايي، چې د مخنيوي لپاره يې په سرحدي پولو کې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.










